اسلام آباد 08 مارچ (اے پی پی)وزيراعظم وئېلي دي د وړو٬چينو غوندې بنيادي څيزونو په مناسب بيعه وركرې ته حكومت پام لرنه كوي ٬ مستحق او غريبانانو ته نيغ په نيغه سبسډي وركولو لپاره پروګرام جوړ كړے شوے٬دا خبره دې باوري كړے شي چې د وړو غوندې بنيادي د خوراك څېزونو بيعه دې زياته نه كړی شي٬د غنمو حاجت تر سره كولو په اړه دې د تېر وخت څخه زده كړې تر مخه د وړاندې نه انتظامات باوري كړے شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د ضروري څيزونو د بيعې په حقله د غونډې مشري كولو سره وكړه۔په غونډه كښې وفاقي وزيرانو مخدوم خسرو بختیار، ډاکټر عبدالحفیظ شیخ، محمد حماد اظهر، سید فخر امام، اسد عمر، ډاکټر عشرت حسین، ندیم بابر، ډاكټر وقار مسعود، تابش ګوهر، د پنجاب د خوراك وزير عبدالعلیم خان او د اړوندو محكمو سېكرټرانو ګډون وكړو۔په غونډه كښې وزيراعظم ته په هېواد كښې د غنمو پیداوار او حاجت تر سره كولو په تګلاره او د غنمو په بيعه قابو كولو نوندلو په اړه تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔وزيراعظم معاشي ډلې ته سپارښتنه وكړه چې د ضروري څيزونو بيعې كمولو له اقدامات وكړئ او دغسې په دې څيزونو د ټېكس جاج واخلئ۔ده ووئيل د ټېكسونو زيات زور په غريبانانو راځي۔دغې كمولو له دې آؤټ آف باكس سلوشنز تجويز كړے شي دغسې چې چرته رياستي آمدن ونه ځپلے شي او په غريبانو د ټېكس بوج كم شي۔