اسلام آباد 05 فروري (اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئېلي دي چې كشميريان نور د ظلم او جبر د لارې قيد نه شي ساتل كېدې٬نن كشميري ځوانان د خپلې آزادۍ لپاره هر ډول قربانۍ لپاره چمتو دي٬انشاﺀ الله هغه وخت لرې نه دې چې كشميريان به د خپل تقدير پريكړه پخپله وكړي٬د هند څخه آزادي د مظلوم كشميريانو مقدر دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د كشمير يو والي ورځې په موقع په خپل پیغام كښې وكړه۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير ووئيل چې نن ټول قام د مظلوم كشميريانو سره د يو والي څرګندونه كوي٬پاكستان تل په هر فورم د كشميريانو په حق كښې غږ پورته كړی۔ د هندوستان فاشسټ څېره يې په ډاګه كړی ۔ده ووئيل چې نن د غاصب هندوستان پھ ضد د عملي اقداماتو وخت راغلے۔ نړۍ دې د ذمه وارۍ مظاهره وكړي٬فاشسټ هندوستان كه چرې نن د كشميريانو پشمول د نورو اقليتونو په ضد د ظلم مخ نيوے ونه كړو نو په منطقه كښې به بدآمني پیدا شي