اسلام آباد 14 جنوري(اے پي پي) د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د ګورننس ايکشن ميټرکس پحقله د لوړې كچې غونډه د زيارت په ورځ وشوه ۔ په غونډه كښې وفاقي او صوبائي چارواكو ګډون وكړو۔ په غونده كښې وزيراعظم د انتظامي چارو بهترۍ لپاره د پورته كړو اقداماتو نه په تفصيلي توګه خبر كړے شو۔ وزيراعظم ته په ټولو اړوندو چارو تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔