د كشمير مسئلې حل نه بغېر د پاكستان او هند اړيكې نه شي ښه كېدې او نه په منطقه كښې پوخ امن باوري كېدې شي۔د صدر مملكت ډاكټر عارف علوي د آزاد جمو كشمير د قانون ساز اسمبلۍ غونډې ته وېنا

image
APP57-050221 MUZAFARABAD: February 05 - President Dr. Arif Alvi addressing the Azad Jammu and Kashmir Legislative Assembly. APP

اسلام آباد 05 فروري(اے پي پي) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي وئېلي دي چې د كشمير مسئلې حل نه بغېر د پاكستان او هند اړيكې نه شي ښه كېدې او نه په منطقه كښې پوخ امن باوري كېدې شي٬نړيواله ټولنه دې په مقبوضه كشمير كښې د كشميريانو د نسل كشۍ او د آبادۍ تناسب د بدلولو د هڅو مخ نيوي لپاره كردار ترسره كړي۔كشمير يوازې د سيمې او آبادۍ نه بلكې اوس د اصولو معامله ده۔ده دا خبرې د جمعې پھ ورځ د آزاد جمو كشمير د قانون ساز اسمبلۍ غونډې ته په خپله وېنا كښې وكړې۔ده ووئيل چې نن كشميريانو سره د يووالي څرګندونه كوو۔د مقبوضه كشمير اولس د تېرو 70 كلونو نه د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو لپاره پرله پسې قربانۍ وركوي۔د كشمير په معامله د پاكستان سياسي مشرانو تل د يو والي څرګندونه كړې۔ده ووئيل چې د پاكستاني رياست دريځ سره كشمېرې اولس ډېرې هيلې لري٬پاكستان كشميريانو سره سره په هند كښې هم په مسلمانانو د كېدونكو ظلمونو په ضد غږ پورته كړې۔ده ووئيل چې د هندوستان د تقسيم په وخت د كشمير په معامله ډوګره راج سازش وكړو او كشمير يې هند ته وسپارلو۔هند جنګ بندۍ لپاره پخپله ملګرو ملتونو ته لاړو٬هغه وخت د ملګرو ملتونو څخه ډېرې هيلې كېدې خو بيا وروستو هند د ملګرو ملتونو د قراردادونو عملي كولو څخه انكار وكړو۔ده وئيل چې ملګرو ملتونو كشميريانو ته د خپلواكۍ حق وركولو لپاره ګڼ شمېر قراردادونه وړاندې كړې دي۔ده ووئيل چې په مقبوضه كشمير كښې د آبادۍ تناسب بدلولو په اړه د هند پلان خطرناك دې۔هند 33 لكه غېر كشميريانو ته ډوميسائل جاري كړی۔د دې مقصد د آبادۍ تناسب بدلول دي۔ده ووئيل چې پاكستان د كشمير په شخړه په خپل اصولي دريځ ولاړ دې۔د كشمير شخړې حل د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل قراردادونو سره تړون لري٬پاكستان به د خپلواكۍ حق لپاره د كشميريانو اخلاقي٬سياسي او سفارتي ملاتړ روان ساتي۔ده ووئيل چې د 80 لكه آبادۍ په سيمه كښې هند 9 لكه پوځ په ځاې كړی۔ده ووئيل چې كشميريان سره د هر ډول ظلمونو آزادي ترلاسه كولو لپاره هڅې كوي۔پھ دې موقع د آزاد جمو كشمير صدر سردار مسعود خان او د آزاد كشمير وزيراعظم راجه فاروق حېدر هم د اسمبلۍ غونډې ته وېنا وكړه

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کا انعام
متعلقہ مضامین
مزید خبریں