اسلام آباد 04 فروري(اے پي پي)د كشمير پارليماني كمېټۍ چيئرمېن شهريار خان آفريدي او د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير علي امين خان ګنډا پور وئېلي دي چې هند په كشمير كښې د آبادۍ تناسب بدلولو سره ډيموګرافك ترهه ګري كوي٬قوم به (نن) كشميريانو سره د يو والي د عزم يو ځل بيا پخلې كوي٬د تېرو لسو كلونو پھ مهال د كشمير كمېټۍ 28 غونډې او 64 خبر پاڼې جاري شوي دي٬دا يو ټوله كاركردګي وه۔مولانا فضل الرحمان سول سوسائټۍ٬ځوانانو او اكېډېميا سره كومه خبره نه ده كړې۔د زيارت په ورځ پھ پي آئي ډي كښې خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وفاقي وزير علي امين ګنډا پور ووئيل چې د پاكستان حكومت او اولس كشميري اولس سره په بشپړه توګه د يو والي څرګندونه كوي٬د مقبوضه كشمير د ډيمو ګرافي بدلولو د هند سازشونه د غندنې وړ دي۔په مقبوضه كشمير كښې 17 لكه غېر رياستي وګړو ته د كشمير ډوميسائل وركړی شوې٬ملګري ملتونه دې د هند د سازشونو په سمدستي توګه نوټس واخلي۔د كشمير كمېټۍ چيئرمېن ووئيل چې مونږ د شورو په ورځ د كمېټۍ غونډه رابللې وه چې پكښې د اپوزېشن غړو هم ګډون كړی٬مونږ تجويز وركړی چې د كشمير د يو والي ورځ په ګډه لمانځو خو دوي دې سره اتفاق نه دې كړی۔ده ووئيل چې د كشمير په اړه د پاكستاني قوم عزم بې مثاله دې۔د ټولې نړۍ نظر پھ پاكستان او پاكستانۍ مېډيا دې٬مونږ پھ مثبت ډول د كشمير مسئله په ډاګه كولو سره د يووالي ورځ لمانځو۔د كشمير په مسئله ټول قام يو موټې دې۔ده ووئيل چې په دې وخت كښې د كشمير كمېټي مثالي كار كوي۔ده ووئيل چې هند په دې وخت كښې په كشمير كښې د آبادۍ تناسب د بدلولو په ترهه ګرۍ كښې ككړ دې