كشمير د پاكستان شا رګ دے٬ او كوم هم پاكستانې كشمير د پاكستان څخه د جلا كولو سوچ نه شي كولې۔وفاقي وزير شفقت محمود

image

اسلام آباد 03 فروري (اے پي پي)د تعليم وفاقي وزير شفقت محمود وئېلي دي كشمير د پاكستان شا رګ دے٬ او كوم هم پاكستانې كشمير د پاكستان څخه د جلا كولو سوچ نه شي كولې٬زمونږ حكومت د كشمير مسئله په ښه ډول پورته كړی٬وزيراعظم عمران خان په نړيوالو فورمونو د كشمير مسئلې حل لپاره چې كومه سفارتكاري كړې د دې نه وړاندې داسې نه ده شوې۔ده دا خبرې د كشمير په اړه د عبدالحق سهروردي د كتاب مخ كتنې دستورې ته خپله وېنا كښې وكړی۔ده ووئيل په كشمير كښې د هندي ځواكونو روان ظلمونه ټوله نړۍ ويني۔په كشمير كښې د هند قوانين ټولې نړۍ ته په ډاګه شوي۔ده ووئيل په 1947 كښې كشمير د سازش له مخې د هند برخه جوړ كړی شوې۔ده د كتاب په هڅه د ليكوال ستائنه وكړه

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کے اعدادوشمار
متعلقہ مضامین
مزید خبریں