د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير د اداكار شان د مور او نامتو اداكارې نيلو په مړينه غمرازي ښكاره كړه

image

اسلام آباد 31 جنوري (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز د اداكار شان د مور او نامتو اداكارې نيلو په مړينه غمرازي ښكاره كړې۔ د اتوار په ورځ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز په خپل ټوېټ كښې ووئيل چې ارواښاده د فن په نړۍ كښې يو لوي نوم او صلاحيت لرونكې اداكاره وه۔ لوي څښتن دې ارواښادې له د خپل رحم په پلو كښې ځاې او غم جنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي

مضمون کا ماخذ : ڈاگ ہاؤس
متعلقہ مضامین
مزید خبریں