د كشمير په اړه به نړيوالې ټولنې ته خاموشي ختمول وي، د بشري حقونو تنظيمونه دې د هند په ظلم او زياتي غږ پورته كړي، د آسيه اندرابي صحت خراب دے. د وفاقي وزيرې ډاكټر شېرين مرازي خبري كانفرنس ته وېنا

image

اسلام آباد 04 جنوري (اے پي پي) د بشري حقونو وفاقي وزيرې شېرين مزاري وئيلي دي چې د كشمير په اړه به نړيوالې ټولنې ته خاموشي ختمول وي، د بشري حقونو تنظيمونه دې د هند په ظلم او زياتي غږ پورته كړي، د آسيه اندرابي صحت خراب دے. هغې دا خبرې د ګل په ورځ د كشميري لارښودې آسيه اندرابي كورنې سره يو ځائ خبري كانفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې. وفاقي وزيرې ووئيل چې مودي سركار پرله پسې د بشري حقونو او د نړيوالو انساني حقونو څخه سرغړونې كوي او د دې حقونو تر پښتو لاندې كولو ته پراختيا وركوي. وفاقي وزيرې ووئيل چې د جنېوا كنونشن شق 49 د هند قابض حكومت ته په حراست كښې د اخستل شوي كوم تن يا ډلې د مقبوضه سيمې څخه د قابض قوت ترانتظام لاندې سيمې ته د منتقلې اجازه نه وركوي. هغې ووئيل چې د جنېوا كنونشن 49 شق پرله پسې خلاف ورزي شوې. هند ډاكټر عاشق حسېن فكتو، آسيه اندرابي او نور د هند زندانونو او په خاص توګه بدنام تهاړ زندان ته وړي دي او پرله پسې ئې د دې قانون خلاف ورزي كړې. هغې ووئيل چې سید علی ګېلانی، شبیر احمد شاہ، اشرف سحرانی، ډاكټر فیاض، میر واعظ عمر فاروق، یاسین ملک او مسرت عالم بھټ هم په دوي كښې شامل دي. هغې ووئيل چې بايد نړيواله ټولنه د آسيه اندرابي او نورو كشميري مشرانو خوشې كولو لپاره خپله خاموشي ختمه كړي او په دې لړ كښې دې مداخله وكړي.

مضمون کا ماخذ : لاٹری کا حساب
متعلقہ مضامین
مزید خبریں