كوئټه 03 جنوری (اے پی پی) د بلوچستان د كورنيو چارو وزير مير ضياالله لانګو د مچه په ګشتري سيمه كښې په كان كنانو د بريد سخته غندنه كړې او د اړوند چارواكو څخه ئې رپورټ طلب كولو سره د تورنو زر تر زره نيولو وئيلي دي. په خپل يو بيان كښې د كورنيو چارو صوبائي وزير مير ضياالله لانګو ووئيل چې په صوبه كښې د امن خرابولو ناكامې هڅې كولې شي. ترهګري په يو صورت هم د قبلولو وړ نه ده. د كورنيو چارو صوبائي وزير ووئيل چې د دې افسوس ناكې پېښې چې هر څومره غندنه وشي كمه ده. په پېښه كښې ككړ عناصر كوم رعايت مستحق نه دي. ده دعا وكړه چې لوي څښتن دې د شهيداتو درجې لوړې كړي او ژوبل شويو ته روغ صحت وركړي.