مېرمنې په اقتصادي، سماجي او د قانون په لحاظ بااختياره كول ټولنې لپاره د اهميت وړ دي. د صدر ډاكټر عارف علوي ګرېنډ قومي مكالمې ته وېنا

image
APP37-231220 ISLAMABAD: December 23 - President Dr. Arif Alvi addressing during a conference for the promotion of Legal, Economic and Social Empowerment of Women at Aiwan-e-Sadr. APP

اسلام آباد 23 دسمبر (اے پي پي) صدر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي مېرمنې په اقتصادي، سماجي او د قانون په لحاظ بااختياره كول ټولنې لپاره د اهميت وړ دي، د هېواد په آئين او قوانين كښې د مېرمنو د مېرمنو په اړه آئيني تقاضې او قوانين عملي كول ضروري دي. ده دا خبرې د شورو په ورځ په ايوان صدر كښې مېرمنې په قانوني، اقتصادي او معاشرتي لحاظ د بااختياره كولو په اړه ګرېنډ قومي مكالمې ته د وېنا كولو په مهال وكړې. صدر ووئيل د مېرمنو په ضد په صنفي بنيادونو د فرق خاتمه او دوي په سماجي، قانوني او اقتصادي لحاظ بااختياره كول د اهميت وړ دي. ده ووئيل د آئين په آرټيكل 35 كښې په واضحه توګه وئيلي شوي د پاكستان د ټولو وګړو حقونه برابر دي. د آئين له مخې د وګړو حقونو لپاره خاص اقدامات هم كېدے شي. صدر ووئيل د هېواد په آئين او قوانين كښې د مېرمنو د حقونو په اړه كوم ابهام نشته، بنيادي معامله د مېرمنو په اړه د قوانين د نفاذ او د عملي اطلاق ده، د مېرمنو په اړه آئيني تقاضې او قوانين عملي كول ضروري دي

مضمون کا ماخذ : como ganhar na raspadinha
متعلقہ مضامین
مزید خبریں