اسلام آباد۔20 دسمبر(اے پی پی) د وزيراعظم د ځوانانو چارو خصوصي مرستيال عثمان ډار وئيلي دي چې د پي ډي اېم اتحاد به ضمني ټاكنو كښې منتشر شي۔ د اتوار په ورځ نجي ټي وي چېنل سره خبرو كښې هغه ووئيل د استعفی په معامله د پي ډي اېم ګوندونو سلا يوه نه ده۔ هغه ووئيل پي پي پي به اولنے ګوند وي كوم به چې دې اتحاد نه جلا شي۔ هغه ووئيل پي پي پي سندھ الېكشن كمېشن ته خط استولے چې هغه سندھ كښې ضمني ټاكنې وكړي چې ورسره دا ثابتېږي چې پيپلز ګوند اسمبلۍ نه استعفی وركولو كښې جدي نه دے۔ عثمان ډار ووئيل مسلم ليګ نون شهباز ګروپ هم استعفی وركولو ته تيار نه دے۔ د پخواني وزيراعظم نواز شريف بېرته راتلو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل برطانيې سره د بنديوانو بدلولو په اړه د پاكستان كومه لوظنامه شوې نه ده بياهم د نواز شريف زر تر زره پاكستان ته د راوستلو هڅې روانې دي