سعودي عرب د پي آئي اے پشمول د ټولو پروازونو د منسوخې مراسله جاري كړې. د پي آئي اے وياند

image

اسلام آباد 21 دسمبر (اے پي پي) د قومي ائير لائن پي آئي اے وياند وئيلي دي د سعودي چارواكو د كووېډ-19 له امله د ټولو نړيوالو پروازونو د منسوخ كولو هدايات جاري كولو سره د په دغه د يوې اونۍ بندېز لګولے. د پي آئي اے وياند وئيلي دي د سعودي چارواكو د پي آئي اے پشمول ټولو ائير لائنونو ته مراسله لېږلو سره ټول شېډول پروازونه منسوخ كړي. د دې هداياتو په رڼا كښۍ د ګل په ورځ د دسمبر په 21مه نېټه د كېدونكو پروازونو پشمول د لاهور نه تر مدينه، د مدينې نه تر كراچې، د مدينې نه تر ملتان او كراچي جده كراچي پروازنه هم منسوخ كړې شوي. ده ووئيل تر څو د سعودي څخه د بحالۍ اجازه نه وي ترلاسه شوې، پروازونه به منسوخ وي. وياند ټولو مسافرو ته خواست كړے چې په خپل درست فون نمبر د كال سنټر د لارې اندراج وكړي چې دغسې دوي ته په وخت معلومات وركړے شي. معلومات لپاره د پي آئي اے په كال سنټر 111786786 هر وخت رابطه كېدې شي.

مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈز کی جیت
متعلقہ مضامین
مزید خبریں