د سعودي عربستان د شوریٰ کونسل چیئرمین (نن) پاکستان ته رارسي

image

اسلام آباد۔17دسمبر(اے پی پی) د سعودی عربستان د شوریٰ کونسل چیئرمېن ډاکټر عبد الله بن محمّد الشېخ د پاكستان په دوره راروان دے٬ د قامي اسمبلۍ سپيكر به په اسلام آباد انټرنېشنل ایئرپورټ ګران مېلمه ته هركلے وائي۔ دسعودی شوریٰ کونسل چیئرمېن د اعلی كچې سعودي پارليماني پلاوي سره په درې ورځنۍ دوره نن د نهې په ورځ ماځيګر اسلام آباد ته رارسي۔ دے دا دوره د قامي اسمبلۍ سپيكر اياز صادق په بلنه كوي۔ د سعودی شوریٰ کونسل چیئرمېن به پاكستان كښې د پاتې كېدو په مهال د قامي اسمبلۍ سپيكر ٬ صدر مملکت، وزیراعظم ، د سېنېټ چیئرمېن او نورو سياسي لارښودو سره جلا جلا ملاقاتونه كوي۔ د سعودی شوریٰ کونسل چیئرمېن د پاكستان دا دوره زياته مهمه ګڼلې شي٬ دې دورې سره به د دواړو هېوادونو بېن الپارليماني تړون لا وده ومومي۔

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کے اعدادوشمار
متعلقہ مضامین
مزید خبریں