صدر مملكت آصف علي زرداري د سول ايوي ايشن په حق رسېدلي ملازم زوي له د نوكرۍ وركولو سپارښتنه وكړه

image

اسلام آباد 02 اکتوبر(اے پی پی)صدر مملكت آصف علي زرداري پاكستان سول ايوي ايشن اتهارټي ته هدايت كړے چې د حق رسېدلي ملازم زوې تقرري په يوه مياشت كښې دننه د قانون له مخې وكړئ۔د ايوان صدر پرېس ونګ له مخې فهيم احمد (شكايت كونكي)د پاكستان سول ايوي اېشن اتهارټي په ضد”د حق رسېدلو ملازمينو”په كوټه د تقررۍ نه كولو شكايت كړے ؤ ۔د درخواست كونكې له مخې د هغه پلار د پي سي اے اے ملازم ؤ او د هغه مرګ د سروس په مهال په كال 1999 كښې د كينسر له امله شوے ۔ هغه وخت زه نابالغه ووم ٬ ځكه “د حق رسېدلو ملازمينو”په كوټه د تقررۍ لپاره جوګه نه ووم ۔كله چې په عمر پوره كېدو نوكرۍ لپاره ما درخواست وركړو نو بغېر د كوم جواز څخه د هغه درخواست رد كړے شو ۔دغسې درخواست كونكې د خپل شكايت ازالې لپاره پاكستان سول ايوي اېشن اتهارټي څخه رجوع وكړه خو هلته هم زما كومه مرسته ونه كړې شوه۔د دې نه پس ما په پريشانۍ كښې د خپل شكايت لپاره وفاقي محتسب سره رابطه وكړه ۔محتسب پريكړه وكړه چې شكايت كونكے د پي اے سي سي په ضد د بدانتظاميې مقدمه جوړولو كښې ناكامه راغلے ځكه چې د هغه د درخواست په وخت فیملی اسسټنس پیكج نافذ نه ؤ ۔د دې نه پس شكايت كونكي صدر ته د محتسب حكم په ضد درخواست دائر كړو۔په خپله پريكړه كښې صدر مملكت ووئيل د شكايت كونكې د پلار موده د ملازمت په مهال په كال 1999 كښې ختمه شوې او هغه مهال د درخواست كونكې عمر يوازې شپږ كاله ؤ ۔د كال 2005 پالېسۍ له مخې په عمر پوره كېدو تقررۍ لپاره درخواست وركړے شوے ؤ ٬چې له مخې يې د حق رسېدلي ملازم زوي د اشتهار رسمي كاروائي څخه غېر په دې محكمه كښې تعيناتۍ لپاره غور كول وو٬ دغسې صدر مملكت د پي سي اے اے دا ادعا رد كړه چې په كال 2005 كښې د فيملي اسسټنس پېكج پالېسي اختيارول او سمدستي په كيس كښې حقائق او قانوني پوزېشن له امله د ياد شوي پېكج دفعات د غور جوګه نه وو ۔صدر مملكت په ګوته كړه چې د سول ايوي اېشن اتهارټي ادعا موجوده كيس او حالاتو كښې په قانوني توګه سمه نه ده ځكه چې درخواست كونكي د سركاري نوكرۍ لپاره د عمر حد پورا كېدو څخه وړاندې د تعيناتۍ اهل نه ؤ ۔ده ووئيل دا د پالېسي د ممكنه اطلاق معامله ده ۔صدر مملكت په سول اپيل لمبر 410/2020 مورخه 02-06-2021 كښې د سپريم كورټ آف پاكستان په پريكړه هم انحصار كړے۔لهذا صدر مملكت د شكايت كونكې درخواست منظورولو سره سول ايوي اېشن اتهارټي ته هدايت كړے چې هغه په يوه مياشت كښې دننه د قانون له مخې د تقررۍ په درخواست كاروائي وكړي۔

مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈز خریدیں
متعلقہ مضامین
مزید خبریں