اطلاعات او خپرونو لپاره د قامي اسمبلۍ د قائمه كمېټۍ غونډه ٬ په ګرده نړۍ كښې د پي ټي وي پخوانے د ستائنې وړ تشخص بحالۍ لپاره په اقدامات زور

image

اسلام آباد 20 ستمبر (اے پي پي) اطلاعات او خپرونو لپاره د قامي اسمبلۍ قائمه كمېټۍ په ګرده نړۍ كښې د پاكستان ټيلي ويژن (پي ټي وي) پخوانے د ستائنې وړ تشخص بحالۍ لپاره په اقدامات زور رواړلو سره په پي ټي وي كښې د موجوده بنيادي ډهانچې او د انساني وسائلو د پورا استعمال تجويز وړاندې كړے دغسې چې پټي وي ګټوره اداره جوړه كړې شي٬ کمېټۍ تعليمي مقاصدو لپاره د خاص چېنل جوړولو تجويز هم وركړو۔ د قامي اسمبلۍ سيکريټريټ لخوا د جاري خبر پاڼې له مخې د كمېټۍ غونډه د جمعې په ورځ د چيئرمېن پولين بلوچ په مشرۍ كښې د پي ټي وي په مركزي دفتر كښې وشوه ٬ په غونډه كښې د پي ټي وي اېجنډې پحقله او د ميډيا وركرز تنخاګانو ادائيګۍ په معامله غور وشو٬ کمېټۍ د پي ټي وي فيملي چينل تشخص په ځائ ساتلو او دا د موجوده رجحاناتو سره همكارا كولو په ضرورت زور رواړو۔ کمېټۍ ووئيل چې پي ټي وي بلها د انساني وسائلو صلاحيت او جديد ترين انفراسټرکچر لري كوم چې د دې پخوانې حېثيت بحالولو لپاره استعمالېدې شي٬کمېټۍ د يو تعليمي چينل تجويز هم وړاندې كړو ځكه چې د كووېډ 19 په مهال د پي ټي وي د لارې د تعليم تجربه كاميابه ثابت شوې وه۔ کمېټۍ د پيمرا او پي آئي ډي ته امر وكړٶ چې د ميډيا ورکرز د تنخاګانو او بقاياجات ادائيګۍ لپاره خپلې هڅې جاري اوساتئ ٬ د پي ټي وي او د پي بي سي د مستقل مشرانو تقررۍ پحقله كمېټۍ د پخوانۍ غونډې په سفارشات عمل درآمد په اړه خبرولو كښې د اطلاعات وفاقي سيکرټري عنبرين جان ووئيل د دواړو ادارو د بورډز د تشکيل نو عمل روان دے او توقع لرو چې په يو څو ورجو كښې به كار بشپړ شي٬ مستقل ډائريکټر جنرل پي بي سي او منيجنګ ډائريکټر پي ټي وي تقرري به د بورډ اعلاميې نه وروستو كولې شي۔ په دې موقع د پي ټي وي لنډ مهاله منيجنګ ډائريکټر په اداره كښې د موجوده انساني وسائلو، مالياتي صورتحال، مارکيټنګ تګلارې او د پيداواري هلو ځلو په اړه كمېټۍ ته جامع پرېزنټېشن وركړو۔ د كمېټۍ غړو په پي ټي وي كښې د پروډكشن سهولتونو په بحالۍ زور رواړو د كومې چې به په ماضي كښې ګرده نړۍ كښې ستائنه كېده۔ كمېټۍ په قامي خزانه د بار كولو لپاره د سركاري ميډيا ادارو وسائل جمع كولو تجويز هم وركړو٬ کميټۍ د پي ټي وي ټولو سټېشنونو عملې ٬ انفراسټرکچر او د ګاډو د تفصيلات نه علاوه نجي څانګې څخه بهرتي كړې شوي اينکرز ته د وركړے كېدونكو پېكېجز تفصيلات وړاندې كولو هم امر وكړو۔ دغسې کمېټي په راتلونكې غونډه كښې د ادارې د ماركيټنګ تګلارې په اړه د جامع پريزنټيشن وړاندې كولو پرېكړه وكړه۔ په غونډه كښې د كمېټۍ غړو محمد حنيف عباسي، کرن عمران ډار، مهتاب اکبر راشدي، شرميلا فاروقي، سحر کامران، سيد امين الحق، محمد مقداد علي خان، مولانا عبدالغفور حېدري، بيرسټر دانيال چوهدري، اطلاعات او خپرونو لپاره پارليماني سيکرټري٬ د اطلاعات او خپرونو سيکرټري٬ د پي ټي وي منيجنګ ډائريکټر، د پي آئي ډي پرنسپل انفارميشن آفيسر، ډائريکټر جنرل ريډيو پاکستان، د پېمرا چيئرمېن او د اړوندو محكمو چارواكو ګډون وكړو

مضمون کا ماخذ : loteria do Paraná
متعلقہ مضامین
مزید خبریں