پېنډي 25 جولائي (اے پي پي)امنيتي ځواكونو د بلوچستان په هوشاب ضلع كښې د عملياتو په مهال ترهه ګر علي جان وژلے او دوه ترهه ګر ژوبل شول۔د آئي اېس پي آر له مخې د جولائي په 24مه نېټه امنيتي ځواكونو د بلوچستان په هوشاب ضلع كښې انټيلي جنس بيسډ عمليات وكړل ۔امنيتي ځواكونو او ترهه ګرو ترمينځه د ډزو تبادله وشوه چې په نتيجه كښې ئې ترهه ګر علي جان ووژل شو او دوه ترهه ګر ژوبل شول ۔د وژلے شوي ترهه ګر قبضې څخه وسله٬چاودېدونكي توكي هم برآمد شول ٬ كوم چې په سيمه كښې بې ګناه وګړي تښتول او ټارګټ كلنګ پشمول ګن شمېر د ترهه ګرۍ كاروائيو كښې ككړ ؤ۔په سيمه كښې نورو ترهه ګرو ختمولو لپاره سينټي ټائزېشن عمليات روان دي۔د آئي اېس پي آر وينا ده چې د پاكستان امنيتي ځواكونه د قام سره په ګډه د بلوچستان امن او استحكام ته زيان رسولو هڅه ناكامه كولو لپاره عزم لري