اسلام آباد 31 جولائي (اے پي پي)د خزانې او محصولات وفاقي وزير محمد اورنګزېب د ګلګت بلتستان انتظاميي او مالياتي فريم ورك په اړه اصلاحات د اهميت وړ ګرځولو سره وئېلي دي دې څخه به نه يوازې ځايي ودانۍ ته ګټه ترلاسه شي بلكې په سيمه كښې به سېلګرۍ هم وده ومومي۔ده دا خبره د شورو په ورځ د ګلګت بلتستان مسئلو په اړه د كمېټۍ غونډې مشرۍ كولو په مهال كړې۔په غونډه كښې د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير امير مقام٬د ګلګت بلتستان خزانې وزير محمد اسماعيل٬د كركيلې وزير محمد انور٬پخواني وزيراعلٰی حافظ حفيظ الرحمان٬د ګلګت چيف سېكرټري٬د واپډا ممبرز او د اړوندو وزارتونو افسرانو ګډون وكړو۔د ګلګت بلتستان چيف سېكرټري د ګلګت بلتستان حكومت مسئلو په اړه تفصيلي بريفنګ وركړو۔ده د پي اېس ډي پي پروژو لپاره د كم فنډ بېل كولو غوندې مسئلو نه هم دون كوونكې خبر كړل كومو څخه چې د ملازمينو او نورو څانګو واجبات زياتېږي۔چيف سېكرټري په سيمه كښې د توان زيات شوي ضروريات مخ نيوي لپاره د شمسي توان پروژو وكالت وكړو ۔د دې نه علاوه په سيمه كښې د زمكو رېكارډ ډيجيټلائزېشن او په منطقه كښې د سېلګرۍ ودې لپاره د هوائي مېدان لا پراخه كولو وړاندېز هم وركړے شو ۔ده ووئيل په وړاندېز به د عملدرآمد څخه په منطقه كښې بنيادي ډهانچه په جديدو بنيادونو سمولو له مرسته ترلاسه شي۔د دې نه علاوه په سيمه كښې د سېلګرۍ زياتېدو څخه اقتصادي پرمختګ ته به هم وده ترلاسه شي۔د خزانې وزير دا وړاندېزونه وستائېل او وې وئېل په سيمه كښې به د انتظاميې او مالي فريم ورك په اړه په تجاويز د عملدرآمد نه يوازې د منطقې اولس ته ګټه ورسي بلكې د دې څخه به په سيمه كښې سېلګرۍ ته هم وده ترلاسه شي۔ده د ګلګت بلتستان حكومت مسئلو تائيد وكړو او د مجموعي اقتصادي پرمختګ لپاره د ګلګت بلتستان حكومت ته ئې د هر ډول مرستې باور هم وركړو