د پي ټي آئي باني بيا يوټرن اخلي٬پوځ ته د نمائنده مقررولو په وړاندېز اوس مينتونه زارۍ كوي٬”زه به پرې نه ږدم”نه واخلې”زما سره خبره وكړې”پورې سفر هغه ډېر په تندۍ سره وكړو۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀالله تارړ ميډيا سره خبرې

image

اسلام آباد 30 جولائي (اے پي پي)د اطلاعات٬خپرونو٬قومي ورثه او كلتور وفاقي وزير عطاﺀالله تارړ وئېلي دي د پي ټي آئي باني بيا يوټرن اخلي٬نن يو دم پوځ ته د نمائنده مقرركولو په وړاندېز منت زارو له راغلے ٬هغه كله ګريوان نيسي او كله په پښو پريوځي٬ زه به پرې نه ږدم”نه واخلې”زما سره خبره وكړئ”پورې سفر هغه ډېر په تندۍ سره وكړو٬هغه كله په 9 مئي بريدونه كوي٬كله د قامي سلامتيا ادارو په ضد منظم كمپائن چلوي٬د پي ټي آئي باني د هېواد امن او سلامتيا لپاره خطر دے چې د كله نه هغه زندان ته تللے سټاك ماركيټ په بره تلے٬برآمدات زيات شوي٬د فچ ريټنګ زيات شوے٬د آئي اېم اېف سره لوظ نامه شوې٬پالېسي ريټ لاندې راغلو٬دا ټول عوامل د دې خبرې علامت دي چې د پي ټي آئي د مشر په شته والي كښې سياست او په عملي مېدان كښې سياست كښې استحكام نشي راتللے٬هغه چې ترمينځه وتلے نو په هېواد كښې استحكام راغلے٬د نهې په ورځ پارليمنټ هاؤس كښې مېډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل د پي ټي آئي مشر د خبرو اترو په وړاندېز كولو منت زارو له راغلے٬هغه كله په 9 مئي بريدونه كوي٬د شهيدانو يادګارونه ورانوي٬د خپل سوشل مېډيا سيل څخه د قامي سلامتيا ادارو په ضد منظم كمپائن چلوي٬د پي ټي آئي مشر د هېواد امن او سلامتيا لپاره خطره پېدا كړے٬چې كله يې زړه وغوښتل نو هغه آئي اېم اېف ته خط وليكلو او د هېواد ديواليه كېدو هڅه ئې وكړه۔د سائفر په پورته كولو ئې خارجه پالېسي له مينځه د وړلو هڅه وكړه٬د دوست هېوادونو سره ئې اړيكې خرابې كړې٬د دروغو بې بنسټه بيانيه يې رامخې ته كړه٬د هغه غږ ټولې نړۍ واورېدلو چې كله يې اووئيل چې مونږ له په سائفر لوبېدل دي او دا سياسي مقاصد له كارول دي۔وفاقي وزير ووئيل د مخكښې پرېږدم به نه بيانيې نه واخلې اوس پليز زما سره خبره وكړۍ٬د بيانيې نه ثابت شوه چې هغه د ځان لپاره مرسته غواړي۔ده ووئيل د پي ټي آئي د مشر د جرائمو فهرست دومره اوږد دے چې هغه د ختمېدو نوم نه اخلي٬د كور كمانډر هاؤس په وړاندې د هغه درې واړه خوئېندې٬خوريئے او د ګوند لارښود موجود وو٬د كومو چې سي سي ټي وي فوټېج هم شته٬د هغه ګوند په رسمي توګه غونډه رابللې وه چې پكښې شفقت محمود او صمصام بخاري د كور كمانډر هاوس ٬پوځي تنصيبات٬په حساس عمارتونو او د شهيدانو د يادګارونو د بې حرمتۍ كولو مخالفت كړے ؤ خو د هغه د ګوند خلكو وئېل چې خان نه وي نو پاكستان نه وي۔د هغوي سياست عمر له د اړي ګړي پاتې شوے ٬هغوي په پي ټي وي هم بريد كړے ؤ ٬په اېس اېس پي عصمت الله جنيد ئې هم بريد كړے ؤ ٬د پارليمان دروازه يې ماته كړی وه او نن وائي چې زما سره خبرو اترو له دې نمانئده مقرركړے شي۔هغه كله ګريوان نيسي او كله په پښو پريوځي۔د اطلاعات وزير ووئيل د هېواد په سلامتيا به هېڅ سودا ونه كړی شي٬د پي ټي آئي باني د هېواد لپاره سيكورټي رسك دے۔هغه نن د زندان څخه يو نوې قيصه رامخې ته كړی٬ځكه چې ورته معلومه ده چې د هغه سوشل مېډيا سيل نيولې شوے د چا كړۍ چې د هېواد دښمانانو سره لګېږي۔ده ووئيل د پي ټي آئي په سوشل مېډيا سيل كښې د رؤف حسن پشمول ټول خلق د هېواد په دښمنه تګلاره كار كوي٬د هېواد دښمنه قوتاؤ سره د هغوي رابطې وي او د دغې رابطو د لارې دوي د هېواد په ضد پالېسۍ جوړولې۔ده ووئيل پي ټي آئي د 11 كلونو نه په خېبرپښتونخوا كښې حكومت لري٬پي ټي آئي خېبرپښتونخوا ته ترهه ګر بيا راوستي او هغه يې آباد كړي۔نن هلته حالات خراب دي٬د هغوي حكومت د ترهه ګرۍ مخ نيوي او امن راوستلو لپاره څه اقدامات كړي؟ مونږ په 2018 كښې پرمختګ كونكے پاكستان پرېښودے ؤ ٬شهباز شريف په بيا راتللو هېواد د ډيواليه كېدو څخه وساتلو٬كه د پي ټي آئي باني موجود ؤ نو دا هېواد به ديواليه شوے ؤ ٬نن هم مونږ د معاشي اصلاحات په ايجنډا كار كوو او دې هېواد له به پرمختګ او معاشي استحكام وركوو۔تېره ورځ د فچ په ريټنګ كښې هم زياتوالے راغلو كوم چې ټرپل سي پلس شو٬پالېسي ريټ هم كم شو٬معيشت په حواله ښه خبرونه راځي٬په برآمدات كښې د درې اربه ډالره اضافه شوې٬دا ټولې اشاريې دا وائي چې معيشت مخ په ښه كېدو دے او حالات ښه والي پلو روان دي٬ده ووئيل د پي ټي آئي باني دوه مخيز معيار او منافقانه سياست لري ٬ هغه د هېواد دښمنه ايجنډې په ليدلو وائي چې زما سره پليز خبره وكړې ٬يو پلو هغه د 9م مئي د پېښو اعتراف كوي چې ما وئېلي وو جي اېچ كيو ته لاړ شۍ٬احتجاج وكړئ او بل پلو د پولي ګراف ټيسټ نه تښتي ځكه چې هغه خبر دے چې د دې ټيسټ څخه به رښتيا ثابت شي چې دا د9م مئي د بريدونو منصوبه ساز ؤ ۔هغه د قامي سلامتيا ادارو په ضد د ځوانانو په ذهنونو كښې زهر ورګډ كړي٬بهر هېوادونو كښې ناست پاكستانيان ئې تشدد ته لمسولي او نن وائي چې پليز زما سره خبره وكړئ۔نن هغه د منت زارو كولو پروګرام جاري كړے كوم چې د دې خبرې سبب دے چې د هغه يو سيل نيولے شوے چې پكښې شواهد موجود دي۔ډېر زر به دا شواهد د قام په وړاندې راشي۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د كومې ورځ نه چې د پي ټي آئي باني زندان ته تللے سټاك ماركيټ په بره تلے ٬ځكه چې د هغه سره نيګيټو سيڼټيمنټس تړلې وو٬باني چيئرمېن په خپل دور كښې سرمايه كار او كاروباري شخصيات په زندانونو كښې اچولي وو ٬د هغوي كاروبار ئې بند كړے ؤ ٬د ټي وي چينلز مالكان ئې زندانونو ته لېږل٬د كله نه چې هغه په زندان كښې دے٬سټاك ماركيټ په بره ځي٬برآمدات زياتېږي٬د فچ ريټنګ زيات شوے۔د آئي اېم اېف سره لوظ نامه شوې٬پالېسي ريټ لاندې راغلے۔دا ټول حقائق د دې خبرې علامت دي كه په دې هېواد كښې كوم غېر مستحكم فيكټر شته نو هغه د پي ټي آئي باني چيئرمېن دے څوك چې د استحكام نشتوالي له وده وركوي٬د هغه په شته والي كښې په سياست او هېواد كښې استحكام نشي راتللے چې هغه وتلے نو په هېواد كښې استحكام راغلے۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل پي ټي آئي ترهه ګر ګوند دے٬د دې نه وړاندې به په سياست كښې خلق د يو بل په غم ښادۍ كښې شريكيدل۔خلقو به سياست د سياسي مخالفت په توګه ګڼلو خو پي ټي آئي سياسي مخالفت په دښمنۍ بدل كړو٬د كنځلو كلتور ته ئې وده وركړه٬د مېرمنو سپكاوے ئې وكړو٬د دړكو وركونكې رويو مشن ئې خپل كړو٬دا ترهه ګر ګوند دے او ځكه دې ته تحريك طالبان پاكستان تحريك انصاف(ټي ټي پي ټي آئي)وئېلې شي۔ ده ووئسېل دې طالبان ځكه بېرته راوستي وو چې په شهيدانو پورې ټوقې وكړي٬هغوي د پاكستان سلامتيا او د هېواد پرمختګ سره هېڅ غرض نه لري٬د هغوي كار بې بنسټه بيانيه جوړول او د هېواد په ضد سازش كول دي۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل خان صېب وران شوے ماشوم دے٬چې په هغه سخته راشي نو ژړا شروع كړي چې كله د رانا ثناﺀالله په ګاډي كښې هيروئن اچولې كېدل نو په هغه وخت وران شوے ماشوم څوك ؤ ؟چې كله مريم نواز د پلار په وړاندې اذيت وركولو له ونيولې شوه نو هغه وخت وران شوے ماشوم څوك ؤ ٬خان صېب به په خله لاس وهلو سره وئېل زه به اے سي كوز كړم٬د كور ډوډۍ به وړولو ته پرې نه ږدم٬داروګان به بند كړم۔ده ووئيل دا خبره ياد ساتل پكار دي چې وران شوي ماشوم به وئېل چې نه به پرېږدم هغه به وئېل چې هېڅ نه كېږي۔اوس هغه ژاړي نو چپ كېږي نه۔

مضمون کا ماخذ : لافانی رومانس
متعلقہ مضامین
مزید خبریں