لندن01 اګست (اے پي پي) د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني په لندن كښې د فارن، کامن ويلتھ اينډ ډويلپمنټ آفس (اېف سي ډي او) كښې د برتانيه د پارلمان غړي او سوئيلي اسياء لپاره وزير مملکت هميش فالکنر سره ملاقات وكړو۔ په دې موقع د پاكستان هائي كمشنر ډاکټر محمد فېصل هم موجود ٶ۔ د سينيټ سيکرټريټ لخوا د جاري بيان له مخې د سينيټ چيئرمېن هميش فالکنر ته د وزير په توګه په تقررۍ مباركي وركړه۔ ده د دواړو هېوادونو مفادات مخ په وړاندې بوتللو لپاره د قوي شراكتدارۍ په اهميت زور راړو۔ ده د دواړو هېوادونو ترمېنځه د اړيكو په وده كښې د پاكستان هېواد پرېښودونكو په كردار هم رڼا واچوله۔ د سېنېټ چيئرمېن هيله څرګنده كړه چې د دواړو هېوادونو ترمېنځه به نزدې اړيكې په ستراتيژك پارټنرشپ بدلې شي۔ سيد يوسف رضا ګېلاني برتانيه سره په اقتصادي، دفاعي او تجارتي څانګو كښې مرستې زياتولو لپاره د پاكستان د عزم پخلے وكړو او په سوئيلي اسياء كښې د اوږد مهاله امن او استحكام لپاره ئې د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو او د نړيوال قوانين له مخې د جمو و كشمير د شخړې د هواري په اهميت زور رواړو۔ ده د غزه په سنګين انساني صورتحال د تشويش څرګندونه كولو سره په سمدستي توګه جنګ بندۍ او د شخړي حل كوول په زور رواړو۔ د برتانيې وزير مملکت هميش فالکنر د اېف سي ډي او په دوره كولو د سېنېټ د چيئرمېن مننه كولو سره تجارت او سرمايه كارۍ٬ موسمياتي بدلون٬ تعليم٬ سماجي او اقتصادي مرستې ته د ودې وركولو په اهميت رڼا اچولو سره د پاکستان او برتانيه همكاري مخ په وړاندې بوتللو لپاره د پاكستان حكومت سره په ګډه كار كولو له د خپل خواهش پخلے وكړو