اسلام آباد۔25نومبر(اے پی پی)د پاكستان –بيلاروس بزنس فورم كښې 8 تجارتي لوظ نامې ترسره شوې٬د پاكستان او بيلاروس ترمينځه 5 كلونو لپاره د “نيوټري فوډ اينډ فارماسيوټيكلز كمپنۍ”او د “بيلاكټ”لخوا مفاهمت په يادښت لاس ليك وشو ۔كال 2025 لپاره د پاكستان او بيلاروس ترمينځه منصوعات وركولو لپاره د “شهزاد ټريډلنكس”او منسك موټر پلانټ”مفاهمت په يادښت لاس ليك وشو ٬شهزاد ټريډ لنكس”او” بیلشینا”ترمينځه د پاكستان منډۍ كښې ټائرز وركولو لپاره د مفاهمت په يادښت لاس وكړے شو ٬ويټرنري داروګانو وركولو لپاره د “مصطفی برادرز”او”بيل وټونيفارم”ترمينځه لوظ نامه ترسره شوه ٬ دغسې د نیشنل لاجسټک کارپوریشن” او “بیلټاموز سروس” ترمينځه د مفاهمت یاد دښت لاس ليك وشو، فارما انډسټری كښې مرستې له د “بائیو میډیکل سسټم” او “بیلمیډپریپریټری” ترمينځه د مفاهمت په يادښت لاس ليك وكړے شو ، مصنوعات وركولو لپاره د”راس انټرنیشنل ټریډنګ” او د “بیلټس ویټمیټ” ترمينځه لوظ نامه وشوه او پاکستان لخوا د”ګرین کارپوریشن انیشی ایټو” او بیلاروس “منسک ټریکټر ورکس” کمپنیو ترمينځه د مفاهمت یاددښت لاس ليك شو ۔دستورې ته د خطاب كولو په مهال وفاقي وزير جام كمال خان ووئيل په پاكستان كښې د بيلاروس ټريكټر د پائيداري او مضبوطيا علامت ګڼلې كېږي او دلته ځايې ماركيټ كښې د دې طلب ډېر زيات دے۔ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه تجارت كښې اضافې لپاره 27-2025 لپاره په روډ ميپ اتفاق هم شوے ٬د دواړو هېوادونو مرستې لپاره به عملي اقدامات كولې شي ۔ده ووئيل د پاكستان او بيلاروس سيمه ايز تجارت او کنیکټویټی ودې لپاره شنګهائي مرستې تنظيم كښې شراكتداري هم ده٬پاكستان د بيلاروس څخه د ټېكنالوجۍ منتقلۍ او شريكو پروژو كښې د سرمايه كارۍ خوښي لري۔ده ووئيل په پاكستان كښې د غېر ملكي سرمايه كارۍ لپاره د توان٬كركيلې٬آئي ټي او نورې څانګې پرانستې دي۔ده ووئيل د پاكستان او بيلاروس دوه اړخيزه تجارت كښې د پراختيا راوستلو ضرورت دے۔د پاكستان څخه غوښه٬پئي٬زرعي مصنوعات او د كاغذ مصنوعات برآمدات زياتېدې شي۔د تجارت وزير ووئيل بيلاروس سره تجارتي خنډانو كمولو او تر ماركيټ رسنې د آسانولو ضرورت دے په كوم چې وفاقي حكومت كار كوي٬پاكستان په منطقه كښې تجارتي او ټرانزټ حب جوړولو لپاره عزم لري ځكه چې پاكستان د نړۍ شپږم لويې تجارتي ماركيټ دے۔جام كمال خان ووئيل د دواړو هېوادوو ترمينځه تېر سره شوو لوظ نامو څخه به د دواړو هېوادونو كاروباري كسانو ته نوې موقعې ترلاسه شي۔ د دواړو هېوادونو كاروباري كسان يو بل ته نزدې شي او معيشت ته به هم سهارا ترلاسه شي