تونسہ بیراج/کوټ ادو۔22نومبر(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف پاکستان سره د سعودي عربستان د غير مشروط مالي او سفارتي مرستې د ستائنې په مهال په ډاګه کړې چې د دغه ورور هيواد په ضد زهرجنې خبرې كول د نه بخښلو وړ جرم دے، هر هغه لاس چې د پاک سعودي ملګرتيا كښې خنډ جوړېږي ٬ قام به يې مات کړي۔ هېچا ته به اجازه ورنکړې شي چې د سعودي عربستان په څېر د پخواني ملګري په ضد بې بنسټه پروپېګنډا كولو سره د پاکستان له ګټې سره لوبې وکړي، د سیاسي ګټې لپاره د کرکې تخم كرلو څخه دې ډډ وكړې شي٬ د پاكستان اولس له به پرمختګ او سوكالۍ له يو كېدو سره د دښمنانو مقابله كول وي۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه د جمعې په ورځ په توسنه كښې د كچھي كېنال منصوبې بحالۍ دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ وزيراعظم ووئيل سعودي عربستان د پاكستان يو داسې ملګرے او ورور هېواد دے د كوم چې څومره هم ستائنه وكړې شي لږه ده۔ سعودي عربستان په هر دور كښې د پاكستان د اولس او حكومت مالي ٬ اقتصادي او سفارتي مرسته كړې ٬ ټول عمري يۍ په غېر مشروط توګه د ورونړو په څير زمونږ ملاتړ كړے دے۔ وزیراعظم ووئيل تېره ورځ د سعودي عربستان په ضد رامخې ته شوي بيان څخه زياته د پاكستان سره د دښمني بل څه كېدے نه شي۔ د سعودي عربستان په څير ورور او مرسته كونكي هېواد په ضد زهرجنې خبر كول د افسوس وړ دي۔ ده ووئيل پاكستان چې كله اتومي قوت جوړ شو نو هغه وخت د نړيوالو بندېزونو باوجود سعودي عربستان مونږ ته وېړيا تېل راكړل۔ سعودی عرب زمونږ وكيل دے كوم چې د پاكستان د اربونو ډالرو مرسته كړې ۔ د دغه ورور هيواد په ضد زهرجنې خبرې كول د نه بخښلو وړ جرم دے،ده ووئېل هر هغه لاس چې د پاک سعودي ملګرتيا كښې خنډ جوړېږي ٬ ملت به يې مات کړي۔ ده ووئيل هېچا ته به اجازه ورنکړې شي چې د سعودي عربستان په څېر د پخواني ملګري په ضد بې بنسټه پروپېګنډا كولو سره د پاکستان له ګټو سره لوبې وکړي، د سیاسي ګټې لپاره د کرکې تخم كرلو څخه دې ډډ وكړې شي٬ د پاكستان اولس له به پرمختګ او سوكالۍ له يو موټې كېدو سره د دښمنانو مقابله كول وي۔ د کچھی کېنال منصوبې بحالی په اړه خپل خطاب كښې وزيراعظم ووئيل د کچھی کېنال منصوبې بحالۍ سره به د بلوچستان ځپلو شوو سيمو ته نوے ژوند ترلاسه شي ، وزیراعلی سرفراز بګټي له مباركي وركوؤ٬ د ده د ذاتي هڅو او خوښې په نتيجه كښې دا منصوبه بحال شوه۔ د پنجاب حكومت ٬ وفاقي وزير احسن اقبال او د واپډا په مرسته دا منصوبه بشپړه شوه۔ ده ووئيل د دې منصوبې فزېبلټی سټډی په كال 1998 كښې د نواز شريف په دور كښې پېل شوېو ه۔ د مشرف په دور كښې دا منصوبه له كوم ټېنډر پرته ټھېكېدارونو ته وسپارلې شوه او بې دردۍ سره د اولس پېسه ضائع كړې شوه۔ په كال 2018 كښې د نواز شريف په دور كښې دا منصوبه بشپړه شوه۔ په دې منصوبه تر دې دمه 100 اربه روپۍ مصرف شوي ۔ ده ووئيل په كال 2022 كښې د سېلاب د لاسه کچھی کېنال زيات زيان سره مخ شو۔ ده ووئيل د دې منصوبې د دويم پړاؤ بشپول اصل چېلنج دے٬ دې لپاره كه د كوم ځاے څخه هم وسائل راوړل وي ٬ راوړلې به شي او دا منصوبه به بشپړولې شي۔ ده ووئيل وزیراعلی وفاق سره په ګډه په بلوچستان كښې د ټیوب ویلونو سولرائزېشن ته د منتقل كولو منصوبه پېل كړې ۔ دې څخه وړاندې وزيراعظم شهباز شریف تونسه بیراج څخه د ويستلي شوي كچھي كېنال د سېلاب ځپليو برخو بحالۍ منصوبې پرانسته وكړه۔ دستورې ته مريم نواز هم خطاب وكړو۔ دې ووئيل د نواز شريف د څلورو واړو صوبو ترمينځه د تړون ٬ د هېواد د سلامتيا ٬ پرمختګ او سوكالۍ په لاره شهباز شريف مخ په وړاندې روان دے۔ دې ووئيل نن به هر څيز كښې د بهترۍ كرېډټ مسلم ليګ ن لري۔ دې ووئيل په هېواد كښې چې كله ترقي راځي نو هغه د مسلم ليګ ن په دور كښې راځي۔ وفاقي وزير ووئيل دكچھي كېنال منصوبه د مسلم ليګ ن په دور كښې په كال 2018 كښې بشپړه شوې وه۔ د كال 2022 سېلاب د لاسه دې ته زيات زيان ورسېد۔ اوس دا منصوبه د وزيراعظم په هدايت د سپرلي سيزن څخه وړاندې تر سره كرې شوه ۔ د واپډا چيئرمېن سجاد غنی ووئيل وزیراعظم په 45 ورځو كښې د كال 2022 سېلاب د لاسه د ځپلې شوې كچھي كېنال بحالۍ هدايت وكړو او نن د دې اولنے پړاؤ بشپړ شو ۔ کچھی کېنال سره به د بلوچستان 7 لکه 15 زره اېكړه زمكې د اوبه خور جوګه شي۔