اسلام آباد 27 فروري (اے پي پي) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير علي امېن خان ګنډا پور وئيلي دي چې په 27 فروري د پاك فضائيه ځوانانو په زړه پوري كاروائي كولو سره د ټول قوم سر پورته كړې،پاكستان ثابت كړې چې د كوم هم جارحيت په زړه پوري ځواب وركولې شو۔ د خالي په ورځ خپل يو بيان كښې ده ووئيل د پاك فضائيه ځوابي كارروائي واضح كړې چې د پاكستان دفاع ناقابل تسخير ده، د پاكستان وسله والو ځواكونه پيشه وره پوهې په اړه يو جلا مقام لري، په ايل او سي د جنګ بندۍ لوظنامې بحالي يو مثبث پيشرفت دې۔ ده ووئيل دا به كتل وي چې هند د جنګ بندۍ د لوظنامې تر څه حد اخترام كوي۔