د وزيراعظم عمران خان په مشرې كښې د وفاقي كابينې غونډه، په غونډه كښې د مهمو چارو جاج واخستلے شو. د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير شبلي فراز ټويټ

image

اسلام آباد 25 فروري (اے پي پي) د وزيراعظم عمران خان په مشرې كښې د وفاقي كابينې مهمه غونډه د زيارت په ورځ وشوه. په غونډه كښې په مهمو چارو غور وكړے شو. د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز د زيارت په ورځ په خپل ټويټ كښې ووئيل د غونډې په مهال وزيراعظم عمران خان كابينه د خپلې سري لنكا دورې نه خبره كړه. د كابينې په غونډه كښې د سېنېټ په ټاكنو هم خبرې اترې شوي

مضمون کا ماخذ : جادوئی اسپن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں