اسلام آباد 02 مارچ (اے پي پي)خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي چې چيئرمېن ماؤزې تنګ او وزيراعظم چوان لائي د پاكستان او چين د اړيكو په قوي كولو كښې تاريخي كردار ترسره كړې٬د پاكستان او چين اړيكې په منطقه كښې د امن او استحكام ضامن دي۔چين په ستراتېژېكي ٬معاشي او د پرمختيائي ترجيحاتو په معاملو كښې زمونږ مرسته كړې۔قومي پرمختګ لپاره د سي پیك په ضرورت په پاكستان كښې مكمل سياسي اتفاق دې۔ده دا خبرې د نهې په ورځ د پاكستان او چين د لازوال دوستۍ 70 كلن جشن په اړه په يو وخت د پاكستان په خارجه وزارت او د چين په خارجه وزارت كښې جوړی شوې دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړې۔خارجه وزير شاه محمود قرېشي او د چين خارجه وزير وانګ ژي د وېډيو لنك د لارې په دستوره كښې ګډون وكړو۔خارجه وزير ووئيل چې د مئي په 21مه نېټھ كال 1951 كښې پېل شوې د پاكستان او چين د دوه اړخيزه مثالي اړيكو په كال 2021م كښې 70 كاله پوره كېدونكې دي۔په دې لړ كښې به دواړه هېوادونه د لازوال دوستۍ د جشن په اړه بېلا بېلې دستورې كوي۔شاه محمود قرېشي ووئيل چې ما لپاره د خوشحالۍ خبره ده چې د چين خارجه وزير سره يوځاې د پاكستان او چين د لازوال دوستۍ د 70 كلن جشن پرانسته كوم۔ده ووئيل چې مونږ په دې خوشحاله يو چې پاكستان په هغه وړومبو هېوادونو كښې شامل دې كومو چې تر ټولو وړاندې د چين رياست تسليم كړی۔چين په خپله محنت كولو سره د سماجي او اقتصادي پرمختګ يو شمېر مهم مدارج سر ته رسولي۔ده ووئيل چې چين نن د نړۍ دوهم لويې اقتصادي قوت كېدو سره سره په نړيوال تجارت او مصنوعي ذهانت كښې خپل ځان منلې او خارجه وزير ووئيل چې چين په دريو لسيزو كښې 80 كروړه خلك د غربت نه بهر كړي او دا ډېره لويه كاميابي ده