حېدرآباد 28 جنوري(اے پي پي) حکومت به خپله آئيني موده ترسره كوي ٬ پي ډي اېم يو ناكام تحريك دے۔ وفاقي وزير شفقت محمود دا خبرې په حېدرآباد كښې د کلهوړو كورنۍ ادېرو دورې په مهال كړې۔ وفاقي وزير د خپلې دورې په مهال حېدر آباد كښې د غلام شاہ کلهوړو پشمول د كلهوړو كورنۍ د تاريخي مقبرو دوره هم كړې۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې د تعليم وزير ووئيل حكومت يوه منصوبه پېل كړې چې له مخې به ئې په هېواد كښې قامي ورثه د نقشې له مخئ جوړولې شي او دې څخه به معلومه شي چې زمونږ قامي ورثه كوم ځاے او په كوم حالت كښې ده