وزيراعظم عمران خان سره د طالبانو د سياسي كميشن پلاوي د ملا غبدالغني برادر په مشرې كښې ملاقات

image

اسلام آباد 18 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي افغان مسئله كوم پوځي حل نه لري، د افغان مسئلې حل د افغانانو پشمول د مذاكراتو د لارې ممكن دے، د افغانستان د سولې عمل ناكامه كوونكو څخه به مونږ له اوښيار پاتې كېدل وي، د افغانانو ټولې ډلې دې جنګ بندي وكړي. د جمعې په ورځ د وزيراعظم مېډيا افس لخوا د جاري خبرپاڼې له مخې د طالبانو د سياسي كميشن پلاوي د ملا غبدالغني برادر په مشرې كښې وزيراعظم سره ملاقات كړے. د ملاقات په مهال د افغانستان د سولې په عمل كښې په پرمختګ او د وړاندې تللو په چارو خبرې شوي . وزيراعظم عمران خان د افغان شخړې د پوځي حل نه لرلو په اړه د خپل دريځ پخلے كولو سره ووئيل د افغانانو ترمېنځه خبرې د افغانستان په مشرې كښې د افغانستان د خپل امن عمل د لارې سوله ايز او پائيدار حل لپاره تاريخي موقع وركوي. وزيراعظم هيله څرګنده كړه چې د افغانستان ګوندونه به د افغانانو ترمېنځه د خبرو اوسنې مثبت عمل روان اوساتي. وزيراعظم عمران خان ووئيل د پاكستان لخوا جامع او وسيع البنياد حل لپاره پرله پسې مرسته روانه ده. وزيراعظم ووئيل ضرورت د دې خبرې دے چې مونږ د داسې خلقو څخه اوښيار پاتي شوو كوم چې د سولې عمل متاثره او ډي رېل كولو لپاره پرله پسې هڅې كوي. وزيراعظم په افغانستان كښې د تشدد په اضافه اندېښنه څرګندولو سره ووئيل ټولو ډلو له به جنګ بندې لپاره په تشدد كښې كمے راوستل وي. وزيراعظم ووئيل په افغانستان كښې سوله او ثبات به معاشي پرمختګ، سيمه ايزې سلامتيا او رابطو لپاره هم ګټور ثابت شي كوم به چې نه يوازۍ د افغانستان بلكې د ټولې منطقې په ګټه وي. د طالبانو د سياسي كميشن د پلاوي لخوا د پاكستان دوره د افغانستان د سولې عمل د لارې سوله ايز، مستحكم، متحد، آزاد، خپلواكه او د خوشحال افغانستان رامخې ته كولو په اړه د سهولت كارۍ په لړ كښې د پاكستان د سنجيده هڅو برخه ده.

مضمون کا ماخذ : پنجاب لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں