اسلام آباد 12جنوری (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي پاکستان افغانستان كښې امن او استحکام غواړي،امناكه او مستحکم افغانستان به د تجارت نوي لارې پرانيزي،پاکستان غواړي چې د افغانستان مسئلې حل كولو له ټولې ډلې په ګډه كار وكړي۔وزیراعظم میډیا آفس لخوا جاري بيان له مخې وزیراعظم سره د وحدت اسلامی افغانستان لارښود استاد کریم خلیلي د نهې په ورځ ملاقات کړے۔ملاقات كښې د افغان امن عمل په پیشرفت او په دوه اړخيزه اړيكو خبرې شوي۔په دې موقع وزیراعظم ووئيل د افغان مسئلې جامع حل له د افغانانو ترمينځه د خبرو اترو عمل مخ په وړاندې بوتللو ته اړټيا ده۔پرله پسې تصادم سره افغانان ځپلې شوي۔مونږ افغانستان سره د تجارت او معیشت پشمول دوه اړخيزه اړيكې ښه كول غواړو ۔وزیراعظم ووئيل تجارت،معیشت او د اولسي رابطو پشمول دوه اړخيزه اړيكې لا مستحکمول غواړو۔ وزیراعظم د خپل پخواني موقف پخلے وكړو چې د افغانستان د شخړې كوم پوځي حل نشته او د دې مسئلې يواځنے حل سياسي خبرې اتري دي۔وزیراعظم ووئيل افغانستان كښې د ډېرې مودې شخړې افغانان ځپلي ۔ده په دې خبره زور راوړو چې د افغان اولس نه پس پاکستان په افغانستان كښې امن او استحکام له خوښي لري۔افغان امن عمل له د پاکستان د پرله پسې ملاتړ پخلي كولو سره وزیراعظم ووئيل د دې مسئلې محفوظ حل له د افغانانو ترمينځه خبرو اترو ته اړتيا ده۔وزیراعظم د افغان لارښودو سره د خپلو اوسنو خبرو اترو حواله وركولو كښې ووئيل د پاکستان دا پیغام دے چې امناكه حل له دې په ګډه كار وكړے شي۔وزیراعظم ووئيل افغانستان كښې تشدد ختمولو او سیز فائر ته اړتيا ده۔وزیراعظم افغان پلاوي له د سکالرشپ او د سماجی اقتصادی پرمختګ پروژو د لارې د انسانی وسائلو ترقۍ له د بشپړه مرستې باور هم وركړو۔