حکومت افريقائي هېوادونو سره د معاشي روابطو زياتولو عزم لري۔ شاه محمود قرېشي

image

اسلام آباد 07 جنوري(اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي حکومت افريقائي هېوادونو سره د معاشي روابطو زياتولو عزم لري، پاکستان افريقائي هېوادونو سره معاشي مرستې ، د دوه اړخيزه اړيكو او د اولس په كچه روابطو ته وده وركوي ، افريقائي هېوادونو سره د زراعت، صحت، ټيکنالوجۍ، مذهبي سېلګرۍ پشمول يو شمېر څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې ته وده وركړې كېدې شي۔ دا خبره ده د معاشي سفارت كارۍ ودې او د انګيج افريقا پاليسۍ پحقله د زيارت په ورځ په خارجه وزارت كښې د افريقائي هېوادونو سفيرانو سره په ملاقات كښې كړې۔ د ملاقات په مهال په انګېج افريقا پاليسۍ او افريقائي هېوادونو سره د دوه اړخيزه اړيكو مرستې زياتولو په اړه د خيالاتو څرګندونه شوې۔ په دې موقع شاه محمود قرېشي ووئيل پاکستان افريقائي هېوادونو سره خپلو اړيكو ته خاص اهميت وركوي٬ د افريقې او پاکستان ترمېنځه د دوه اړخيزه اړيكو٬ معاشي او تجارتي مرستې ودې وركولو لپاره بلها موقعې موجود دي۔ ده ووېيل مونږ په افريقائي هېوادونو كښې نه يوازې خپلې سفارت خانې اپ ګرېډ كوٶ بلكې د نوو سفارت خانو پرانستلو هم پرېكړه شوې ۔ ما په افريقائي هېوادونو كښې د پاكستان سفيرانو ته په خاص توګه امر كړے چې ھغوي د پاكستان او افريقې ترمېنځه دوه اړخيزه تجارت او د معاشي مرستې ودې لپاره په ښه ډول كار وكړي۔ د ملاقات په مهال د مورېشس، ماروکو،تونيشيا، سوئيلي افريقې، ليبيا، سوډان، کينيا او د الجيريا سفيران موجود وو۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری کے اعدادوشمار
متعلقہ مضامین
مزید خبریں