وزیراعظم عمران خان ته د پاکستان شماریات بیورو د اړخه په افراط زر او د کورونا وباﺀ په سماجي او معاشي اثرات بریفنګ، ډیجیټل نظام سره به د ضروري څيزونو پيعې څارنې او د ضلعي انتظامیې کارکردګی معلومولو له مرسته تر لاسه شي، وزیراعظم

image
APP46-080121 ISLAMABAD: January 08 – Prime Minister Imran Khan chairs the meeting on Decision Support System for Inflation. APP

اسلام آباد 08 جنوری (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي ډیجیټل نظام سره به د ضروري څيزونو د بيعې څارنه او د ضلعی انتظامیې کارکردګی معلومولو له مرسته تر لاسه شي،دې نظام سره به د پريكړي كولو عمل كښې د شفافیت عنصر په ډاګه شي، حکومت د کورونا وبا په مهال غریب او خوارې كښې طبقې ته ریلیف وركولو له پرله پسې څارنه كړې، ټولې نړۍ زمونږ اقدامات ستائلي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د پاکستان شماریات بیورو د اړخه د افراطِ زر شرح تر مخه د پريكړې كولو نظام او د کورونا وبا د سماجي او معاشي اثراتو بریفنګ اغستو په لړ كښې د غونډې مشرۍ په مهال وكړه۔په غونډه كښې د خزانې وفاقی وزیر ډاکټر عبدالحفیظ شیخ، د اطلاعات او خپرونو وفاقی وزیر سنیټر شبلی فراز، د منصوبه بندۍ وفاقی وزیر اسد عمر، د صنعت وفاقی وزیر محمد حماد اظهر، د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داؤد،خاص مرستيال ډاکټر وقار مسعود او سینئر افسرانو ګډون وكړو۔د شمياريات ادارې ممبر غونډه خبر كړه چې د افراطِ زر شرح تر نظره ساتلو سره حکومتی پريكړې كولو لپاره ډیجیټل نظام مرتب کړے شوے، د دې نظام ترمخه د شماریات بیورو د ضروري څيزونو ډیټا د ټول هېواد څخه ترلاسه كول او د هغې تقابلی جائزہ مرتب کول دي۔ غونډه خبر كړې شوه چې دا نظام د وزیراعظم ډیجیټل پاکستان ویژن ترمخه جوړه شوے چې له امله به ئې په وخت پريكړه كول ممكن شي۔ دې نظام سره به قومی پرائس مانیټرنګ کمېټی، وفاقی وزارتونه، صوبائی حکومتونه او ضلعی انتظامیې په وخت د ضروري څيزونو د بيعو شميرې ترلاسه كولې شي او دې سره به په وخت پريكړه كول ممكن شي۔وزیر اعظم ډیجیټل نظام ستائلو سره ووئيل دې نظام سره به د ضروري څيزونو د بيعو نګراني كولو او د ضلعی انتظامیې کارکردګی معلومولو له مرسته شي۔ وزیراعظم ووئيل دې نظام سره د پريكړې كولو عمل كښې بهد شفافیت عنصر په ډاګه شي۔وزیر اعظم ته د کورونا وبا سماجی او معاشی اثرات په اړه په شوې سروے تفصیلی بریفنګ هم وركړے شو۔غونډه خبر كړې شوه چې په دې سروے كښې روزګار، آمدن، ترسیلات، خوراك، صحت او د کورونا مخنيوي لپاره اقدامات ډیټا راجمع كړې شوي۔د دې سروے له مخې د کورونا وبا پيل كيدو كښې زياتې كورنۍ په معاشی توګه ځپلې شوي خو د حکومت په وخت اقداماتو او د سمارټ لاك ډاؤن پالیسۍ سره دا شرح جولائی 2020 څخه کمه شوې ۔ وزیر اعظم ووئيل حکومت د کورونا وبا په مهال پرله پسې غریبې او خوارې كښې طبقې له ریلیف وركولو ته پام لرنه كړې ۔وزیراعظم ووئيل نړيوال معیشت د کورونا وبا له امله ځپلے شوے خو د لوي څښتن په مرسته او د حکومت په وخت اقداماتو سره پاکستان د دې سخت صورتحال مقابله كړې او ټولې نړۍ زمونږ اقدامات ستائلي دي۔

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کے نمبر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں