د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا 1947 كېسونه رامخې ته شول ، 59 نور رنځوران مړه. نېشنل کمانډ اېنډ آپرېشن سنټر٬

image

اسلام آباد۔05 جنوري (اے پی پی) د نېشنل کمانډ اېنډ آپرېشن سنټر (اېن سی او سی) د كورونا وائرس په اړه تازه شمېرې جاري كړې دي چې له مخې ئې د تېرو 24 ساعتو په مهال روغتونونو كښې د وائرس 1947 نوي كېسونه رامخې ته شوي او د دې له امله 59 رنځوران مړه شوي۔ په تېرو 24 ساعتو كښې د كورونا وائرس 35 زره 73 ټېسټونه وكړې شول۔ تر دې دمه د دې وبا نه ګرد هېواد كښې 4 لکه 44 زر 360 كسان ښه شوي۔ آزاد كشمير او بلوچستان كښې د كورونا وائرس كوم رنځور په وېنټي لېټر نشته۔ ګرد هېواد كښې د كورونا وائرس لپاره په بېلو كړې شويووېنټی لېټرز د كورونا 314 رنځوران پراته دي۔ ګرد هېواد كښې د وائرس اېكټو كېسونو شمېره 35 زره 707 او د ځپليو 4 لکه 90 زره 476 ته رسېدلې ده۔ تر دې دمه ګرد هېواد كښې د دې وائرس د لاسه 10 زره 409 كسان مړه شوي۔ په مجموعي توګه ګرد هېواد كښې د كورونا وائرس 68 لکه 84 زره 940 ټېسټونه شوي۔ د كورونا درملنو له خاص كړې شويو د ګرد هېواد626 روغتونونو كښې 2729 رنځوران داخل دي۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ خریدیں
متعلقہ مضامین
مزید خبریں