اسلام آباد 04 جنوري (اے پي پي) د هند لخوا په غېر قانوني قبضه جمو و كشمير كښې سږ كال 474 كشميريان شهيدان او 657 خونې ړنګې كړې شوې دي۔ فار اوپرسېډ واېسز آف كشمير ليګل فورم لخوا په جاري شوي رپورټ كښې وئيلي شوي دي چې د جنورۍ وړومبۍ نيټې څخه تر 30 دسمبر كال 2020 2773 كشمريان نيول شوي دي او دوي د هند په بېلا بېلو زندانونو كښې بندي كړې شوې دي٬ د كشميري خبريالانو په كورونو او دفترو چهاپې وهلې شوې دي٬ د هند تش په نامه اينټي ټېرر باډۍ (اېن آئي اے) د خرم پروېز او پروېز بخاري په استوګنو چهاپې وهلې دي٬ د دې نه علاوه داېن جی اوز په دفترو هم چهاپے وهلې شوې دي چې په نړۍ كښې ئې مثال نه ترلاسه كېږي٬ دغسې په خبريالانو او د بشري حقونوپه علمبردارو هم دا ډول بريدونه شوېدي۔ په يو كال كښې 141 ځله د انټرنېټ سروسز بند كړې شوې دي۔ د پنځم اګست كال 2019 د اقدام نه پس د انټرنېټ تېز ترين سروس بند كړې شوې دې۔ هندي قابض ځواكونو په شوپياں كښې د مڼو په باغونو كښې كار كوٶنكي خواري كښ په جعلي مقابلو كښې شهيدان كړې دي۔ راپور له مخې کشمیر او نړيوالې ميډيا لپاره په كار كوٶنكو خبريالانو فشار اچولې شوې ٬ د كرونا وائرس په مهال چې د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر په كړكېچنو سېمو كښې د ډز بندۍ اپيل كړو نو هند خپل د جنګي جرائمو پاليسي جاري ساتلې او 64 سوېلين ئې د تشدد د لارې شهيدان كړي