اېف سي د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د اولني صف كردار ترسره كړے۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد

image

پېښور۔ 31 دسمبر(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد د فرنټيئر كانسټېبلري (اېف سي) خذمات ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي ‏اېف سي د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د اولني صف كردار ترسره كړے۔ د زيارت په ورځ اېف سي هېډكوارټرز ته په تللو د اېف سي يوې چمتو ډلې وفاقي وزير ته سلامي وكړه۔وفاقي وزير په اېف سي هېډكوارټر كښې د شهيدانو په يادګار ګلونه واچول او د شهيدانو لوړو درجو له ئې دعا وكړه۔ د فرنټیئر کانسټبلری په اړه كمانډنټ معظم انصاري داخله وزير ته بريفنګ وركړو۔ داخله وزير ووئيل د اېف سي قربانيو ته اولس د قدر په سترګه ګوري۔ د محدودو وسائلو باوجود امن او امان ساتلو له د اېف سي قربانۍ د ستائنې وړ دي۔ هغه ووئيل د اېف سي شهيدانو پېكج به زياتولې شي او پېښې مسئلې به په ترجيحي بنيادونو حل كوو۔ هغه ووئيل يوه نيمه مياشت كښې به د فرنټيئر كانسټبلري مسئلې حل كړؤ۔ وفاقي وزير ووئيل اېف سي د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د اولني صف ډلې كردار ترسره كړے۔ کمانډنټ اېف سی معظم جاہ انصاری ووئيل د داخله وزير په راتللو د اېف سي ځوانانو حوصلې زياتې شوي۔ هغه ووئيل د تېرو دوو كلونو په مهال د اېف سي 11 ځوانانو د خپلو سرونو قرباني وركړي او 27 ترهګر ئې وژلي دي۔ هغه ووئيل د سېكشن تھري تر سېوري لاندې اېف سي په پولو او پیوستو سيمو كښې ٬ اقتصادي راهدارۍ ٬ ګلګت بلتستان ٬ خېبر پختونخوا ، واپډا، سوئی ګېس او د اېن اېچ اے په شمول ملګرو ملتونو كښې مستقل نمائندګي لري۔

مضمون کا ماخذ : رومن دولت
متعلقہ مضامین
مزید خبریں