اسلام آباد۔30 دسمبر(اے پی پی)د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر سره د شورؤ په ورځ د افغانستان د تجارت او صنعت وزير ناصر احمد غوریانی ملاقات كړے۔ ملاقات كښې دوه اړخيزه تجارت ته د ودې وركولو پشمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې ۔ سپيكر په دې موقع خپلو خبرو كښې ووئيل پاكستان افغانستان سره د ورورولۍ خپلو پخوانو اريكو ته د قدر په سترګه ګوري۔ موجوده پارليمنټ افغانستان سره دوه اړخيزه مرسته او تجارتي حجم زياتولو له په ترجيحي بنيادونو ګامونه پورته كوي۔ سي پېك منصوبه د منطقې د پرمختګ او سوكالۍ منصوبه ده او د دې له امله به افغانستان د منطقې نورو هېوادونو سره د تجارت ګېټ وے ثابت شي۔ سپيكر اسد قېصر ووئيل د پاكستان او افغانستان ترمينځه تجارتي لوظنامې او افغان ټرانزټ ټرېډ سره به د دواړو هېوادونو ترمينځه د تجارت او سرمايه كارۍ نوے دور پېل شي۔ د افغانستان د تجارت او صنعت وزير ناصر احمد غورياني دوه اړخيزه تجارت او سرمايه كارۍ ته وده وركولو له د پاكستان حكومت د پورته كړو ګامونو ستائنه وكړه۔ هغه ووئيل د امن لوظنامې په كېدو د پاكستان كردار د ستائنې وړ دے۔ هغه ووئيل افغانستان كښې تل پاتي امن له د پاكستان مرسته ضروري ده۔هغه ووئيل د دوه اړخيزه تجارت او سرمايه كارۍ ودې له د پاكستان پارليمان كردار د ستائنې وړ دے۔ افغانستان د پاكستان صنعتي څانګې نه استفاده كول غواړي۔ په پاک۔افغان ترجیحی تجارتی لوظنامه او افغان ټرانزټ ټرېډ لوظنامه 80 فیصده پېشرفت شوے او ډېر زر به لاس ليك شي۔ هغه زياته كړه چې افغان حکومت به پاكستانو سوداګرو له ټولې ممكنه آسانۍ وركوي۔ هغه د قامي اسمبلۍ سپيكر ته د افغانستان دورې كولو بلنه هم وركړه