اسلام آباد 29 دسمبر(اے پي پي) پټروليم لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال نديم بابر وئيلي دي د سندھ وزيراعلٰې لخوا وزيراعظم عمران خان ته صوبې څخه د ګېس پېداوار او وركړې پحقله ليكلې چيټۍ حقائق نه لري ، د شريكې ګټې كونسل (سي سي آئي) په اېجنډا لمبر 158 كونسل ته تفصيلي بريفنګ وركړے شوے خو د دغې برعكس د سندھ وزيراعلٰې چيټۍ ليكلې ٬ وګړي كومې يوې صوبې سره تعلق نه لري بلكې د پاكستان وګړي دي٬ مونږ هڅه كوٶ چې معامله په ښه ډول حل شي ۔ د نهې په ورځ خبري كنفرنس ته نديم بابر ووئيل په هېواد كښې د ګېس پېداوار او وېش په اړه د سي سي آئي په اېجنډا لمبر 158 كونسل ته تفصيلي بريفنګ وركړے شوے ٶ خو د دغې باوجود د سندھ وزيراعلٰې حقائق نظر انداز كولو سره د وزيراعظم عمران خان په نامه خط ليكلے ۔ په دې لړ كښې ده ووئيل په جون كال 2020 كښې په سندھ كښې د ګېس پېداوار 2025 مېليونه کيوبك فټ ٶ چې پكښې 1562 اېم اېم سي اېف ډي ګېس سندھ استعمال كړے او 463 اېم اېم سي اېف ډي ګاز سوئي ناردرن ګېس ته الاټ شوے۔ ده ووئيل سوئي ناردرن پنجاب او خېبرپښتونخوا له ګېس وركوي۔ ده ووئيل سوئي نادرن ته الاټ كړي ګېس كښې هم 200 مېليونه كيوبك فټ ګېس په سندھ كښې پاور پلانټ او د سرې پلانټ له روكړې شوې دغسې د صوبې نه بهر يوازې 261 اېم اېم سي اېف ډي ګېس استعمال شوے۔ ده ووئيل سندھ ته وركرې شوې مجموعي ګېس كه د پېداوار سره وتللے شي نو يوازې سل اېم اېم سي اېف ډګي ګېس د سندھ نه بهر استعمال شوے۔ نديم بابر ووئيل خپلې چيټۍ كښې د سندھ وزيراعلٰې ليكلي چې د سندھ پېداوار د 2500 نه تر 2600 اېم اېم سي اېف ډي دے او سندھ ته يوازې يو زر اېم اېم سي اېف دي ګاز وركړے كېږي ۔ ده ووېيل د ګېس د پېداوار وېش دا فارموله د ماضي واكمنو جوړه كړې وه خو د تېرو دوه نيمو كالو راهسې د تحريك انصاف په حكومت كښې چې چرته هم ګېس موندلے كېږي هم هلته اېلوكېټ كولې شي۔ ده ووئيل كه د سندھ د ګېس پېداوار څخه لږه برخه د هېواد په نورو برخو كښې استعمال كړې شي نو ولې سندھ به د وفاق پرېكړې نه تسليموي۔ نديم بابر ووئيل په اصل كښې سندھ غواړي چې ھغوي سوئي ګېس استعمال كړي او اېل اېن جي استعمال نه كړي ځكه چې ھغه د قدرتي ګاز په مقابل كښې لږ ګران دے، دا مناسب نه ده ځكه چې په هېواد كښې د ګاز او برېښنا د وېش او ترسيل مركزي نظام شته ۔ ده ووئيل ما كابينې ته د بريفنګ په مهال د برېښنا وېش نظام په اړه وئيلي وٶ چې په پنجاب كښې تقسيم كار كمپنۍ په ګټه كښې دي او د بلوچستان او سندھ پشمول نورو سيمو كښې ډسكورز زيان سره مخ دي خو ګرد هېواد كښې د برېښنا هم يوه بيعه ساتلې شوې٬ دغسې چې په ټول پاكستان كښې هر چا سره مساوي سلوك وكړے شي۔ ده ووئيل د سندھ حكومت دا وېنا چې مونږ دا نه منو ٬ دا نامناسبه خبره ده٬ ده ووئيل د سي سي آئي په تېرو دريو غونډو كښې په دې لړ كښې كار روان دے دغسې چې د پاكستان ټولو وګړو ته مساوي ګاز وركړے شي ځكه وګړي يوې صوبې سره تعلق نه لري بلكې د پاكستان وګړي دي۔ خاص مرستيال نديم بابر ووئيل په تېرو څو كالو كښې د ګېس په قامي پېداوار كښې د 9 نه تر 9.5 فيصده كمے راغلے او نوې موندلې شوو پانګو سره دا كمې 7 فيصده ته نزدې دے د كوم ترسره كولو لپاره چې اېل اېن جي راغوښتلې شي۔ ده ووئيل دسمبر او جنورۍ لپاره مونږ د اېل اېن جي د 12 كارګوز انتظام كړے چې اوسط بيعه ئې 6.34 ډالره ده۔ ده ووئيل د دسمبر په پائې او د جنورۍ په پېل كښې د ګاز طلب كښې ډېره اضافه كېږي او دغه وخت د ګاز كورنې طلب هم زيات شي خو د دسمبر سخته اوونۍ تېره شوه او د جنورۍ وړومبنۍ دوه اوونۍ پاتې دي۔ د صنعتي څانګې په اړه نديم بابر ووئيل كابينې پرېكړه كړې چې صنعت لپاره به لوډشېډنګ نه كوي خو د هېواد په ځينو برخو كښې د پرېشر مسئلې شته چې بنيادي سبب ئې په طلب كښې اضافه ده۔ ده ووېيل په جنورۍ كښې به صنعتي او د كورنو مصرف كوٶنكو لپاره د ګېس لوډشېډنګ نه وي او د جنورۍ د پنځلسمې نه پس به حالات ښه كېدل پېل شي۔ ده ووئيل د ګېس بېعې په اړه ناسمې شمېرې وړاندې كېږي كومه چې ښه خبره نه ده ځكه چې د ګېس د سپاټ پرچېر يوې مياشتې لپاره وي او د ھغې د ټول كال بيعې سره موازنه نه شي كېدې۔ ده ووئيل په ژمي كښې د ګېس طلب زيات او په اوړي كښې كم وي دې لپاره په بيعه كښې فرق وي ٬ كه موازنه كوې نو د ټول كال د بيعې وكړې۔ ده ووئيل د كال 2020 په مهال د اېل اېن جي د راغوښتې شوې كارګوز اوسط بيعه 8.6 ډالره وه ٬ دې لپاره د يو كارګو د بيعې موازنه مه كوې ۔ ده ووئيل مونږ جنورۍ لپاره 1200 كيوبك فټ اېل اېن جي راغوښتې۔ ده ووئيل مونږ د تېر يو نيم كال راهسې د سندھ حكومت څخه د ګېس پائپ لائن د راهدارۍ جوړولو اجازه غواړٶ دغسې چې 17 كلوميټره راهداري جوړولو سره د ټرمينلز استعداد زيات شي۔ ده ووئيل كه دا لائن دوه مياشتې وړاندې جوړ شوے ؤ نو په دسمبر او جنورۍ كښې اضافې ګېس ترلاسه كېدې شو۔ ده ووئيل مونږ فرورۍ او مارچ لپاره د اضافي اېل اېن جي پحقله ټېنډر جاري كوٶ دغسې چې هېواد ته اضافې ګاز راوړلې شي۔ خاص مرستيال نديم بابر ووئېل هر كال په دسمبر او جنورۍ كښې د ګاز طلب دوه درې چنده زياتېږي چې ورسره ستونزې راپېدا كېږي۔ ده ووېيل كه يوازې دوه مياشتو لپاره نوې ټرمينل ولګولې شي او پاتې ټول كال دا استعمال نه شي نو د دې معاشي زيانونه ډېر دي٬ دې لپاره مونګ نجي څانګه ته وئيلې چې ھغوي اېل اېن جي ټرمينل ولګوي او اضافي ګېس دې مصرف كوٶنكو ته وركړے شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب نديم بابر ووئيل حكومت برآمدي صنعتونو لپاره د ګېس او برېښنا په مد كښې د 20 اربه روپو سبسډي مختص كړې چې پكښې 16 اربه روپۍ برېښنا او 4 اربه روپۍ ګېس لپاره اېښودې شوي۔ ده ووئيل د تېرو 8 ٬ لس كالو په مهال د ګېس صنعتي كنكشن وركولو په وخت مصرف كوٶنكو ته واضح كړې شوې وه چې په ژمي كښې د ګېس كنكشن منقطع كېدې شي خو د دې باوجود سږ كال په ژمي كښې حكومت د صنعتونو د ګېس نه منقطع كولو پرېكړه كړې دغسې چې قامي برآمدات وده ومومي۔