د پاكستان آئين له مخې هر وګړي ته د مذهب او عبادت آزادي ترلاسه ده. د صدر مملکت ډاکټر عارف علوي د کرسمس په موقع پېغام

image

اسلام آباد 25 دسمبر(اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي وئيلي دي د پاكستان آئين له مخې هر وګړي ته د مذهب او عبادت آزادي ترلاسه ده ٬ د رياست د مساوي وګړي په حېث حكومت اقليتونو ته د خپلو صلاحيتونو د بشپړه كارولو موقعې وركوي٬ زمونږ پاليسۍ د مذهبونو او عيقدو ترمېنځه د همغږۍ او يوالي په وده مركوز دي، د پاکستان حکومت د ټولو اقليتونو د خېرښګړې لپاره اقدامات كوي او مساوي د انصاف اصول برقراره ساتلو له بشپړه هڅه كوي۔ د کرسمس په مناسبت سره خپل پېغام كښې صدر ووئيل زه د كرسمس خوشحالۍ په موقع پاکستان او ګرده نرۍ كښې مسيحي ورورولۍ له د كرسمس او نوي كال مباركي وركوم۔ ده ووئيل كرسمس پخپلو مينه والو د نعمتونو او خوشحالو وېشلو ورځ ده٬ نن مونږ حضرت عيسيٰؑ ؑ ته پېرزوئنې وړاندې كوٶ څوك چې ټول انسانيت لپاره د امن ٬ ورورولۍ او احترام علامت دے٬ ھغوي نه يوازې په روحاني توګه رنځور انسانيت له شفاﺀ وركړې بلكې رواداري، مينې او د همدردۍ د اعليٰ اقدارو تلقين ئې هم كړے٬ ھغوي ټولو له د امن٬ ينې او معافۍ پېغام وركړے۔ صدر ډاكټر عارف علوي ووئيل د ﷲ تعاليٰ د پيغمبر په حېث حضرت مسيحؑ عيسائيونو او مسلمانانو لپاره د تكريم وړ دے۔ ده ووئيل بابائے قوم قائداعظم محمد علي جناحؒ د اقليتونو د حقونو لوي مرستياله ؤ۔ ھغوي په كال 1948 كښې د مارچ په مياشت كښې واضح كړې وه چې د هرې ورورولۍ غړي به د پاكستان وګړي ګڼړلے شي، دوي ته به مساوي حقونه، مراعات او ذمه دارۍ ترلاسه وي او د دوي به تحفظ كولے شي۔ صدر ووئيل د خوشحالۍ په دې موقع زه خپلو مسيحي وروڼو ته د دوي په حب الوطنۍ او هېواد لپاره په ستړو كولو پېرزوئنې وړاندې كوم ٬ مونږ په مسيحي ورورولۍ فخر كوٶ ، دوي زمونږ د کثير اللساني او کثير العقائد ټولنې لازمي برخه دي٬ نن مونږ د ټولو مذهبونو او وروروليو په شريك احترام آډانه د ټولنې تعمير لپاره د عزم پخلے كوٶ، يوه داسې رواداره ټولنه او رياست كوم چې خپلو ټولو وګړو ته مساوي حقونه او موقعې وركوي٬ په مونږ ټولو دې اﷲ تعاليٰ رحمتونه وي۔(

مضمون کا ماخذ : quina resultados anteriores
متعلقہ مضامین
مزید خبریں