اسلام آباد 22 دسمبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ ډپټي سپيكر قاسم خان سوري وئيلي دي د مذهبونو ترمېنځه د همغږۍ د لارې هېواد د پرمختګ او سوكالې په لار روانېدے شي. د نهې په ورځ د پارلمان په ودانې كښې د كرسمس په مناسبت دستورې ته په خپله وېنا كښې ده ووئيل د نړۍ ټول مذهبونه د امن، محبت، برداشت او د انسانيت د احترام درس وركوي. ده ووئيل په نړۍ كښې پائيدار امن لپاره د مذهبونو ترمېنځه مكالمه ضروري ده. ده ووئيل غوره سباٶن لپاره به مونږ له خپل اختلافات هېرول او يو بل سره غم او خوشحالي ويشل وي. ده ووئيل د پاكستان آئين د هېواد ټولو وګړو ته د كوم فرق نه غېر مساوي حقونه وركوي. د وزيراعظم عمران خان په مشرې كښې اوسنے حكومت د ټولو وګړو خېر ښېګړې لپاره هڅې كوي. ده ووئيل په دې وخت كښې نړې د كورونا وبا سره مخ ده او د دې مقابله د اتحاد، يووالي او د احتياطي تدابيرو عملي كولو د لارې كېدې شي. ده ووئيل حضرت عيسٰي ﴿علېه السلام ﴾ د الله لوي نبي او پېغمبر دے او مسلمانانو لپاره ډېر د احترام وړ دے. حضرت عيسٰي عليه السلام د محبت، ورورولې، برداشت، عدم تشدد او د انسانيت د خدمت تعلميات وركړي. ده ووئيل په پاكستان كښۍ د مېشته مسيحي ټولنې د هېواد رغونې او پرمختګ لپاره خدمات د ستائنې وړ دي. د ټولې نړۍ مسيحي ټولنې او په خاص توګه د پارلمان په ودانې كښې مسيحي ټولنې سره تعلق لرونكو ملازمانو ته د كرسمس مباركي وايم