اسلام آباد 28 دسمبر(اے پي پي)د اطلاعات او خپرونو فاقي وزير سنيټر شبلي فراز نېشنل ډآئيلاګ لپاره پارلمان غوره پلېټ فارم ګرځولو سره وئيلي دي په پارلمان كښې د حزب اختلاف ذمه وار او سنجيده قيادت سره خبرو اترو له چمتو يو٬ په خبرو اترو كښې به اتفاق رامخې ته شي٬ د الېكټوريل اصلاحات پشمول په هره مسئله خبرې اترې كېدې شي‘ مولانا فضل الرحمان او مريم نواز خو د پارلمان برخه نه دي ھغه خو هسې هم بهر وګڼۍ٬ شېراني٬ حافظ حسېن احمد او نورو مولانا فضل الرحمان ته سليكډ وئيلي او نور صفات ئې هم بيان كړي٬ ھغوي په خپل ګوند كښې دننه تشخص رامخې ته كوي۔ ده دا خبرې وفاقي وزيرانو چوهدري فواد حسېن او فېصل ووډا سره په پي آئي ډي كښې خبري كنفرنس ته وكړې۔ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سنيټر شبلي فراز ووئيل نېشنل ډائيلاګ ٬ مونږ دا هم وائيو چې كله خبرې كېږي نو د ټٶلو نه غوره پلېټ فارم پارلمان دے٬ ځكه چې د اولسي نمائندګانو اصل فورم پارلمان دے ۔ ده ووئيل په پارلمان كښې د حزب اختلاف ذمه وار او سنجيده قيادت سره خبرو اترو له چمتو يو‘ هيله لرو چې د ښه او زيات بحث نه پس به اتفاق راپېدا شي۔ ده ووئيل ابوزيشن په عجيبه كشمكش اخته دے٬ چرته چې ئې الېكشن ګټلے ھغه ښه او چرته چې ئې الېكشن بېللے هلته د ټګۍ بيم غږوي۔ وفاقي وزير ووئيل د مخالفې ډلې په جلسه كښې د بلوچستان د شهيدانو هېڅ ذكر نه دې شوے٬ په جلسه كښې په قامي ادرو تنقيد شوے٬ د اپوزيشن مقصد په هېواد كښې اړے ګړے راپېدا كول دي٬ ده ووئېل د بېنظير بھټو په مزار د ھغې دښمنان كېښنولے شول۔