اسلام آباد۔11اګست (اے پی پی) د آزادۍ ورځې په موقعه فول پروف امنيتي انتظامات باوري كولو له د ډي آئي جي اسلام آباد پوليس په مشرۍ كښې غونډه وشوه۔ د اسلام آباد پوليس وياند له مخې په غونډه كښې ګډون كوؤنكو ته ووئيلې شوؤ چې اېس اېس پی آپرېشنز، زونل اېس پیز، اېس ډی پی اوز او اېس اېچ اوز ګډون وكړو٬ ټول افسران دې د خپلو خپلو تھاڼو په اېريا كښې د آزادۍ ورځې حوالې سره لاريونونه وباسي٬ ټول افسران دې فيلډ كښې پاتې كېدو سره امن او امان او د ټرېفك رواني باوري كړي٬ د ون ويلنګ كوؤنكو او دې مقصد لپاره د موټر سائيكل تيارؤنكو وركشاپس په ضد دې كارروائي وكړې شي٬ د سېل په ځايونو او ماركيټس دې خصوصي نفري تعينات كړې شي۔ ډی آئی جی اسلام آباد ووئيل چې د آزادۍ ورځې په موقعه دې د قانون ماتوؤنكو عناصرو په ضد فعاله كرېك ډاؤن وكړے شي۔ ده ووئيل اسلام آباد پوليس د وګړو د ځان او مال حفاظت له ټول ممكنه ګامونه پورته كوي۔