اسلام آباد 25 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي پاکستان به د اي سي او هېوادونو ترمېنځه د سيمه ايز تجارت ودې او د تنظيم اصلاحاتي تګلارې بشپړېدو لپاره مرسته روانه ساتي۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده اقتصادي مرستې تنظيم (اي سي او) موده ترسره كونكې عمومي سېكتر خسرو نوزيري سره وكړه چا چې دوي سره د زيارت په ورځ ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې خسرو نوزيري وزيراعظم د اي سي او اقدامات او د خپلې تعيناتۍ په مهال د اي سي او بحالۍ لپاره د خپلې اصلاحاتي تګلارې نه خبر كړو۔ وزيراعظم اي سي او ته د سيمه ايزې مرستې پليټ فارم په توګه ودې وركولو لپاره د عمومي سېكتر د هلو ځلو ستائنه وكړه او د ھغه سباون لپاره ئې د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ وزيراعظم ووئيل خسرو نوزيري د پاکستان د فارن سروس اکيډمي څخه فارغ التحصيل دے كومه چې پاكستان لپاره د اعزاز خبره ده۔ وزيراعظم د تاجکستان صدر امام علي رحمٰن لپاره هم د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ وزيراعظم ووئيل پاکستان به د اي سي او هېوادونو ترمېنځه د سيمه ايز تجارت ودې او د تنظيم اصلاحاتي تګلارې بشپړېدو لپاره مرسته روانه ساتي۔ ده ووئيل د اي سي او ويژن 2025 په مهم دستاويز د پخوانې وزيراعظم محمد نواز شريف په سرپرستۍ كښې په اسلام آباد كښې په كال 2017 كښې لاسليك شوے كوم چې اي سي او لپاره يو مهم سنګ ميل دے۔ وزيراعظم زياته كړه چې پاکستان لپاره دا خبره د وياړ سبب ده چې د اي سي او راتلونكے عمومي سېكتر ډاکټر اسد مجيد خان، د پاکستان خارجه سېكتر پاتې شوے۔ په دې موقع خسرو نوزيري د اي سي او د عمومي سېكتر په حېث د خدمات په ترسره كولو كښې د پاكستان لخوا په پرله پسې مرسته د وزيراعظم مننه وكړه۔