ګورنر سټيټ بېنك نوې مانيټري پاليسي اعلان كړه٬ د سود شرح د يو فيصد كمي نه پس 19.5 فيصد شوه

image

اسلام آباد 29 جولائي (اے پي پي) سټيټ بېنك آف پاکستان نوې مانيټري پاليسي اعلان وكړو چې له مخې ئې شرح سود د يو فيصد كمي نه پس د 20.5 فيصد نه 19.5 فيصده ته راغلو٬ په جون كال 2024 كښې د مياشتنې د ګرانۍ شرح په كمېدو 12.6 فيصد وه او د كرنټ اكاٶنټ خساره 32 کروړ 90 لكه ډالره ريکارډ كړې شوه ۔ د ګل په ورځ د سټېټ بېنك ګورنر جميل احمد د نيوز كنفرنس په مهال ووئيل د زري پاليسي کمېټۍ په غونډه كښې پاليسي ريټ 30 جولائي كال 2024 څخه 100 بي پي اېس په كمولو 19.5 فيصده د كولو پرېكړه وشوه ٬ د جون كال 2024 ګراني د توقع څخه لږه ښه وه٬ كمېټۍ اندازه ولګوله چې د مالي كال 25-2024 بجټ اقدامات په ګرانۍ اثر زياتره د تېرو توقعاتو له مخې دے ٬ بهرنۍ كهاته پرله پسې ښه كېږي لكه څنګه چې د پور د خاص ادائيګو او نورو ذمه وارو باوجود د سټيټ بېنك د زرمبادله پانګو كښې د زياتوالي څخه برېښي۔ د دې حالاتو او په ځانګړې توګه د مثبت حقيتي شرح سود له مخې كمېټۍ دا نقطه نظر لرلو چې د ګرانۍ فشار قابو كولو او معاشي هلو ځلو ته وده وركولو لپاره په پاليسي ريټ كښې د نور كمي ګنجائش شته٬ اېم پي سي د خپلې تېرې غوندې نه تر اوسه د شوي پېشرفت ذكر وكړو چې په مالي كال 2024 كښې د جاري كهاتو په خساره كښې په تندۍ سره كمے راغلے٬ د سټېټ بېنك د زرمبادله په پانګو كښې بهتري راغلې او دا د 4.4 اربه ډالرو څخه په بهتر كېدو د جون تر پائې 9.0 اربه ډالرو نه زياتې شوې٬ پاکستان آئي اېم اېف سره نزدې د 7.0 اربه ډالرو اي اېف اېف پروګرام لپاره د سټاف ليول لوظنامه كښې كامياب شو٬ په جولائي كښې شوې احساسات سروے څخه د ګرانۍ په توقعات كښې اضافه او د مصرف كوٶنكو او كاروباري ادارو په اعتماد كښې كمے ليدلے شوے۔ ده ووئيل په دې وروستو اوونيو كښې په نړيوال ماركيټ كښې د تيلو په بيعه كښې لاندې باندې راغلے او د دھاتونو او غذائي څيزونو بيعه كښې نرمي راغلې ده ٬ ده ووئېل د ګرانۍ فشار كم او د لېبر ماركيټ حالات ښه كېدو سره په پرمختللي معيشتونو كښې مركزي بېنك هم خپل پاليسي ريټس کمول پېل كړي ۔ د سېټېټ بېنك ګورنر ووئيل د دې پېشرفت په بنياد د كمېټۍ تجزيه دا وه چې د نننۍ پرېكړې باوجود ګراني د 5-7 فيصده مېنځنۍ مودې پلو روانه ساتلو لپاره د زري پاليسۍ موقف ډېر سخت دے٬ دا تجزيه د هدف له مخې مالياتي يووالې ترلاسه كولو ، د مجوزه بهرنو پیسو راتګ او د ساختي اصلاحات د لارې د معيشت كښې د مضمر كمزورۍ لرې كولو سره مشروط دي٬ ګاډو او د پټروليم مصنوعات (ماسوائے فرنس آئل) خرڅول او د سرې كارول په جون كښې زيات شوي ٬ په لويه كچه په څيزونو جوړولو كښې هم په مئي كال 2024 كښې په تندۍ سره بهتري راغلې چې پكښې مهم كردار د ټېكسټائل د څانګې دے٬ د زرعي څانګې په مالي كال 24 كښې د مستحکمې کارکردګۍ نه وروستو دا توقع ده چې د روان مالي كال په مهال به د قلارې نمو څرګندونه كوي۔ ده ووئيل خلائي سيارو څخه اخستلے شوو تازه عكسونو او خريف فصلونو لپاره د خام مال صورت حال هم دې توقع سره سمون خوري خو د صنعت او خدمات په څانګو كښې د هلو ځلو د بحالۍ هيله ده د كومې سبب چې نسبتاً کم شرح سود او په بجټ كښې د پرمختيائي خرڅونو اضافه ده٬ په دې بنياد د زري پاليسي کميټي تجزيه ده چې په مالي كال 25ء كښې د حقيقي جي ډي پي نمو به د 2.5 څخه تر 3.5 فيصد وي كومه چې په تېر مالي كال كښې 2.4 فيصد وه۔ ده ووئيل په جاري كهاتو كښې پرله پسې تر دريو مياشتو فاضل رقم پروت ؤ خو زري پاليسي کميټي د اندېښو له مخې مئي او جون كښې په دې كښې خساره درج كرې شوه چې لوئي سبب ئې د ګټې لوړه كچه منقسمه (dividend) او د منافع ادائيګۍ دي او درآمدات كښې موسمي اضافه ده چې ورسره برآمدات او د کارکنانو په ترسيلات كښې د اضافې اثرات زائل كړي٬ په مجموعي توګه مالي كال 24ء كښې د کرنټ اکاٶنټ خساره په كمېدو سره د تېر كال د جي ډي پي 1.0 فيصد څخه 0.2 فيصده پاتې شوه ٬ د دې نه علاوه د مالي رقوم بحالۍ سره د سټيټ بېنك زر مبادله پانګې زېاتېدو له مرسته ترلاسه شه ۔ ده ووئيل د زري پاليسي کميټي هيله لري چې په سباون كښې د نمو امکانات له مخې به په درآمدات كښې معتدل اضافه اوشي ٬ دې سره سره د كاركنانو په ترسيلات كښې به هم نمو برقرار پاتې كېدو سره او برامدات زياتېدو له توقع ده چې په مالي كال 25ء كښې به د جاري کھاتو خساره د جي ډي پي د صفر نه 1.0 فيصد حد كښې پاتې شي٫ د کميټۍ تجزيه ده چې د مالي رقوم متوقع اراتګ چې پكښې د آئي اېم اېف پروګرام له مخې د منصوبه جاتي سرکاري رقوم راتلل هم شامل دي ٬ د کرنټ اکاٶنټ دا خساره ترسره كولو كښې او د زرمبادله بفرز لا مستحكم كولو له به مرسته تر لاسه شي۔ ده ووئيل اېم پي سي د مجموعي اوپن معاشي استحکام اعانت لپاره متوقع مالياتي يووالي او د ترسره شوو بهرنو پېسو په وخت ترلاسه كول به د سباٶن د جړقونو ځواب وركولو په لړ كښې هېواد لپاره د مالياتي او بيروني بفرز په تعمير زور رواړو ٬ زري پاليسي کميټي نوټ كړه چې مالي كال 24 كښې د زري مجموعې اجزائے ترکيبي او رجحانات د سختې زري پاليسي موقف له مخئ ؤ٬

مضمون کا ماخذ : جنگل کی روح: جنگلی کی کال
متعلقہ مضامین
مزید خبریں