د ترکمانستان خارجه وزير خارجه دفتر ته ورسېد٬ نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار د ګران مېلمه هركلے وكړو

image

اسلام آباد 23 جولائي (اے پي پي) د ترکمانستان خارجه وزير راشد ميردووف خارجه دفتر ته ورسېد٬ نائب وزيراعظم او خارجه وزير محمد اسحاق ډار د ګران مېلمه هركلے وكړو۔ د خارجه دفتر لخوا د جاري بيان له مخې د راشد ميردووف او نائب وزيراعظم ترمېنځه به په بېلا بېلو چارو تفصيلي خبرې اترې كېږي٬ د دواړه مشران به د دوه اړخيزه سياسي مشاورت په درېم پړاٶ كښې د خپل خپل پلاوي مشرۍ كولو نه علاوه په نړيوال او سيمه ايز پېشرفت د خيالاتو څرګندونه كوي۔ دغسې دواړه مشران به د پاکستان او ترکمانستان اړيكو ته په زړه پورې تحريك وركولو او د تجارت، سرمايه کارۍ او توان مرستې ، سيمه ايزو روابطو او كلتوري اړيكو ته خاص پام لرنې كولو سره د دوه اړخيزه مرستې لارې لټولو لپاره هم خبرې كوي۔

مضمون کا ماخذ : loteria do Paraná
متعلقہ مضامین
مزید خبریں