د ګلګت بلتستان پرمختګ او سوكالۍ لپاره به ټول وسائل كارولې شي۔ وفاقي وزير انجينئر امير مقام

image

اسلام آباد 07 اګست (اے پي پي) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو او د سېفران وفاقي وزير انجينئر امير مقام وئيلي دي چې د ګلګت بلتستان د مسائلو حل د وفاقي حكومت وړومبۍ ترجيح ده٬ د ګلګت بلتستان پرمختګ او سوكالۍ لپاره به ټول وسائل كارولې شي۔ د شورو په ورځ د جاري خبر پاڼې له مخې د وفاقي وزير انجينئر امير مقام په مشرۍ كښې د ګلګت بلتستان كونسل د لوړې كچې غونډه وشوه۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې انجينئر امير مقام ووئيل د ګلګت بلتستان د مسائلو حل د وفاقي حكومت وړومبۍ ترجيح ده٬ د ګلګت بلتستان پرمختګ او خوشحالۍ لپاره به ټول وسائل كارولې شي۔ ده ووئيل ګلګت بلتستان د نړۍ د سېلګرۍ اعلیٰ ځايونه لري ٬ د ګلګت بلتستان د سوداګرو مسئلې به په ښه ډول حل كولې شي٬ حكومت د غنمو مسئله حل كړې ده۔ ده ووئيل ګلګت بلتستان سېل لپاره د نړۍ بهترين منطقه جوړېدې شي٬ ګلګت بلتستان زيات معدنيات لري ٬ دې صنعت ته به هم وده وركولې شي۔

مضمون کا ماخذ : estratégias para loteria
متعلقہ مضامین
مزید خبریں