هند د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو له د مظلوم کشميري اولس هلې ځلې لمينځه وړولو كښې بيخي پاتے راغلے دے: بلاول بھټو زرداري

image

کراچۍ 05 اګست (اے پي پي) د پاکستان پيپلز ګوند چيئرمېن بلاول بھټو زرداري وئيلي دي چې هند په غېر قانوني توګه تر خپل تسلط لاندې ساتلي جمو و كشمير كښې د جبر او بربريت ټول چالونه آزمائيلي دي خو هغه د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو له د مظلوم کشميري اولس هلې ځلې لمينځه وړولو كښې بيخي پاتے راغلے دے ۔ د بلاول هاٶس ميډيا سيل لخوا د جاري بيان له مخې بلاٶل بهټو زرداري د “يومِ استحصال کشمير” په موقع خپل پېغام كښې ووئيل هند د خپل آئين آرټيکل 370 او 35A منسوخ كولو د لارې نړۍ ته دا پېغام وركړې چې ھغوي په رياستي ظلم باور لري۔ ده ووئيل د هند د ذكر شوي اقدام مقصد د جمو و كشمير اكثريت په اقليت كښې بدلول دي۔ ده ووئيل په پنځم اګست كال 2019 كښې د هند پورته كړې شوې اقدام د ملګرو ملتونو د قراردادونو او نړيوالو قوانينو ښكاره خلاف ورزي ده۔ بلاول بھټو زرداري ووئيل پاکستان پيپلز پارټي په ټولو نړيوالو فورمونو د كشميريانو د حقونو وكالت لپاره پخپل عزم ثابت قدم ولاړه ده٬ مونږ نړيوالې ورورولۍ څخه غوښتنه كوؤ چې ھغوي دې په كشمير كښې د بشري حقونو د سنګينو خلاف ورزو مخنيوي لپاره په سمدستي او فعاله توګه اقدامات وكړي او د كشميريانو د خپلواكۍ د حق دې ملاتړ وكړي لكه څنګه چې د ملګرو ملتونو په يو شمېر قراردادونو كښې درج دي۔ بلاول بھټو زرداري د کشميريانو عزم او مړانې ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل چې کشميريانو هلې ځلې منصفانه او د آزادۍ هلې ځلې دي٬ راځۍ چې د جبر او استحصال څخه پاك او ځلنده سباٶن لټولو لپاره دوي سره اوږه په اوږه ودرېږؤ۔

مضمون کا ماخذ : Loteria Instantânea
متعلقہ مضامین
مزید خبریں