د آزادۍ حق ترلاسه كېدو پورې به د كشميري اولس ملاتړ روان ساتلې شي: انجينئر امير مقام

image

اسلام آباد 05 اګست (اے پي پي)د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام وئېلي دي چې ټول قام د كشمير مظلوم اولس سره د يو والي څرګندونه كړې او د دې عزم پخلې يۍ كړې چې د كشميريانو د آزادۍ حق تر ترلاسه كېدو پورې به د هغوي ملاتړ روان ساتلے شي۔ د ګل په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د خيالاتو څرګندونې سره انجينئر امير مقام ووئيل په اسماعيل هنيه د بريد غندنه كوو٬ 5 اګست تر ټولو توره ورځ ده٬هند په كشميريانو د 1947 راهيسې ظلمونه كوي په دې مهال ګڼ شمېر كشميريان شهيدان كړی شوي دغسې يو شمېر نيول شوي٬ده ووئيل په 5 اګست 2019 هند د آئين آرټيكل 370 او 35 اے ختمولو سره د كشمير خصوصي حېثيت ختم كړې۔ده ووئيل په مقبوضه كشمير كښې غېر كشميريان مېشته كړی شوي٬دا د كشميريانو اكثريت په اقليت كښې د بدلولو هڅه ده كوم چې ملګري ملتونه او كشميريان مسترد كوي۔ده ووئيل د ملګرو ملتونو قراردادونو له مخې دې كشميريانو له د خپلواكۍ حق وركړې شي۔ده ووئيل پاكستان د دې عزم پخلې كوي چې د كشميريانو د آزادۍ حق تر ترلاسه كېدو پورې به د هغوي حمايت روان ساتي۔

مضمون کا ماخذ : resultados loteria Bahia
متعلقہ مضامین
مزید خبریں