د ضرورت بنيادي څيزونو بيعو كښې كمې، روزګار وركولو ته حكومت پام لرنه كوي، اړي ګړې او منفی سیاست کونكې ګوند د هېواد معیشت تباہ کړې:بلال اظہر کیانی

image

اسلام آباد 03 اګست (اے پي پي) د قامي پارلماني ټاسك فورس کنوینئر بلال اظهر کیاني وئيلي چې د ضرورت بنيادي څيزونو بيعو كښې كمې، روزګار وركولو ته حكومت پام لرنه كوي، اړي ګړې او منفی سیاست کونكې ګوند د هېواد معیشت تباہ کړې،دا مهال د ګرانۍ شرح د تيرو درې كلونو په لاندې كچه ده،اولس له به پريكړه كول وي چې د 9 مئي د ذمه وارو ملګرتيا كوي يا پاکستان د معاشی مشکلاتو څخه ويستونكو سره ودريږي۔د خالي په ورځ پرېس کنفرنس ته وينا كښې بلال اظهر کیاني وئويل حكومت د ګرانۍ ختمولو لپاره هڅې كوي، وزیراعظم تيره ورځ د حکومتی اصلاحات په اړه د کابینې په غونډه كښې تفصیلات وړاندې كړي او اولس ئې د حکومت د عملی اقداماتو څخه خبر كړې، د مسلم لیګ (ن) په وفاق او پنجاب كښې حکومتونه ګرانۍ كښې كمې راوستلو او اولس له روزګار وركولو ته خاص پام لرنه كوي دغسې چې د اولس په آسانۍ سره خبل ضروریات پوره كړې شي، د حکومت د اصلاحاتو او هڅو مقصد د پاکستان وګړو په ژوند كښې ښه والې راوستل دي۔ده ووئيل د شمارياتو محکمې د ګرانۍ مياشتنيز رپورت كښې وئيلي چې دا شرح تر 11.1 فیصده راغلې كومه چې تيرو درې كلونو كښې تر ټولو كمه كچه ده، فروری كښې دا شرح 23 فیصده وه،دې سره سره د ضرورت بنيادي څيزونو كښې په ښارونو كښې درې فیصده او كليو كښې تر يو فیصده وو، عمران خان په خپل دور كښې په فخر سره وئيل چې د آلو پیاز بيعې نه شو كتلې خو دغسې مونږ د اولس په ژوند كښې آسانی پیدا کولو له اقدامات خپله ذمه واري ګڼو۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل مونږ په دې پوهه يو چې تنخا دار طبقه خپله ذمه واري د ټيكس په صورت كښې ادا كوي، حکومت په هغوي نور ټيكس لګول نه غوغښتل، څوك هم دا اضافه نه غواړي خو معاشی مجبورۍ په وجه دا اقدام شوې څومره چې هم ممكن وي د تنخاہ دار طبقې لپاره به آسانۍ پيدا كولې شي۔ده ووئيل د موسمي بدلونونو په وجه د بشكال بارانونه زيات شوې خو دا ځل د حکومت د اړخه وړاندې څخه ممکنه اقدامات شوې دي۔

مضمون کا ماخذ : پاور بال جیتنے کے طریقے
متعلقہ مضامین
مزید خبریں