د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو كښې د پاسپورټ 93 دفترې موجود دي، په افغانستان كښې زمونږ د پاسپورټ يو دفتر نشته۔ د وفاقي وزير عطاء الله تارړ قامي اسمبلۍ ته ځواب

image

اسلام آباد 11 ستمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ وئيلي دي د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو كښې د پاسپورټ 93 دفترې موجود دي، په افغانستان كښې زمونږ د پاسپورټ يو دفتر نشته، پاسپورټ آفس د آبادۍ په تناسب سره جوړېږي٬ په نوو نجي ودانيو ماسټر پلان كښې چې تر څو فائر سيفټي پلان نه وي د دغې منظوري به نه وركولې كېږي، د فائر سيفټي پحقله په ريګوليشنز عمل پكار دے۔ ده دا خبرې د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د پوښتنې دمې په مهال د بېلو غړو د ضمني پوښتنو په ځواب كښې وكړې۔ د قامي اسبملۍ غړې سحر کامران په ضمني پوښتنه ده ووئيل د جولائي په لسمه نېټه په اېچ نائن بازار كښې د اور لګېدو پېښه رامخې ته شوې چې پكښې د 28 كروړه روپو زيان شوے٬ اور سولر سسټم كښې د لګېدلې ناقص بيټرۍ چاٶدنې په سبب لګېدلے٬ انکوائري کميټۍ رپورټ رالېږلے دے٬ په كال 2010 كښې د پيپلز پارټي په دوره كښې د فائر پريوينشن اينډ لائف سيفټي ريګوليشنز جوړ شوے چې پكښې بهترين نړيوالې طريقې شاملې كړې شوې۔ ده ووئيل سي ډي اے ته هدايات جاري كړي شوي چې ھغوي پخپلو صلاحيتونو كښې اضافه وكړي او كوم كوم ځاے كښې چې د اور مړ كولو آلات موجود دي د دغې بشپړ آډټ وكړي، دغسې دا رېګوليشنز دې په ټولو بازارونو او پبلك ځايونو لاګو كړې شي ۔ ده ووئېل د نجي ودانيو په ماسټر پلان كښې چې تر څو فائر سيفټي پلان نه وي د دې منظوري به نه وركولې كېږي ۔ د قامي اسبملۍ غړي رفيع الله د ضمني پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ووئيل كله چې د لږ نه لږ اجرت تعين كېږي نو پكار ده چې كه ج ورځې اجرت وي يا کنټريکټ ملازم وي ھغوي له به په يوه مياشت كښې 37 زره روپۍ وركول وي۔ ده ووئيل اے پي اېن اېس او پاکستان براډ کاسټرز ايسوسي ايشن ته هم خواست شوے چې په ټولو ميډيا هائوسز كښې د لږ نه لږ د اجرت په قانون عمل وكړي۔ د طاهره اورنګزيب د ضمني پوښيتنې په ځواب وفاقي وزير ووئيل د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو كښې د پاسپورټ 93 دفترې موجود دي، په افغانستان كښې زمونږ د پاسپورټ يو دفتر نشته، پاسپورټ آفس د آبادۍ په تناسب سره جوړېږي٬ چرته چې پاكستانيان زيات دي هلته پاسپورټ آفسز جوړېږي٬ د مالټا په معامله د ويزے پحقله سائيډ لائن ميټنګ پكار دے، د داخله وزارت ايډيشنل سيکرټري په رابللو به دا مسئله حل كولې شي٬ په زياتره ويزو كښې دا مسئله رامخې ته كېږي ٬ زه به هڅه كوم چې دا مسئله اوس حل كړې شي

مضمون کا ماخذ : sorteios quina
متعلقہ مضامین
مزید خبریں