اليکشن کميشن د سياسي ګوندونو لخوا د انتخابي خرڅونو تفصيلات د نه جمع كولو په كېس پرېكړه محفوظ كړه

image

اسلام آباد 24 جولائي (اے پي پي) الیکشن کمیشن د سياسي ګوندونو لخوا د انتخابي خرڅونو تفصيلات د نه جمع كولو په كېس پرېكړه محفوظ كړه۔ د شورو په ورځ د الېكشن خرڅونو تفصيلات نه جمع كولو كېس كښې د نثار دراني په مشرۍ كښې څلور كسيز بېنچ سماعت وكړو٬ عوامي نيشنل پارټي ، موو ان پاکستان ، پيپلز مسلم ليګ پاکستان، پاکستان عوامي راج، عوامي جمهوري پارټي پاکستان ، حق دو تحريک بلوچستان ، پاکستان پيپلز ليګ د انتخابي خرڅونو تفصيلات نه دې جمع كړې٬ د اے اېن پي ميا افتخار او حسېن شاہ سره څو ځله رابطه شوې خو ګوند په عمل درآمد كښې پاتې راغلے، موو ان پاکستان سره د دوي په نمبر د رابطې هڅې شوي خو رابطه نه ده شوې٬ پيپلز مسلم ليګ ووئيل چې مونږ په الېكش كښې برخه نه ده اخستې په دا سبب خرڅونه نه دي شوي ٬ حق دو تحريک بلوچستان ووئيل په 28م جون تفصيلات درلېږلې شوي خو نه دي تر لاسه شوي٬ چارواكو ووئيل په انتخابات كښې خو ګوندونو اشتهار وركړې و چې كوم كانديد ټكټ اخستل غواړي نو درخواست دې وركړي ٬ 149 ګوندونو په انتخابات كښې برخه اخستې او الېكشن كمېشن ورته انتخابي نخښې وركړې ٬ 7 ګوندونو تراوسه د اليکشن خرڅونه نه دې جمع كړي٬ ځينې ګوندونه وائي چې مونږ كمپائن نه دې چلولے نو مونږ ولې تفصيلات جمع كړو، دې ګوندونو انتخابي نشان اغستے٬ دوي نشان ولې اغستے، آزاد كانديدانو سره په پارټۍ كښې شاملېدو لپاره درې ورځې وې اوس پنځلس ورځې وشوې ٬ الېكشن كمېشن ووئيل په خرڅونو نه جمع كولو اوو واړو ګوندونو څخه نشان بېرته اخستل پكار دي۔ د كمېشن غړي ووئيل مونږ دوي ته آخري شوكاز نوټس وركوٶ٬ د الېكشن كمېشن چارواكو ووئيل دوي ته د وړاندې نه شوكاز نوټسز جاري كړے شوي٬ سردار رضا ووئيل په كال 2018 الېكشن نه وروستو چې كومو ګوندونو خرڅونه نه وٶ جمع كړي ھغوي څخه انتخابي نشان بېرته اخستل يوازنۍ لاره وه٬ دغسې الېكشن كمېشن پرېكره محفوظ كړه

مضمون کا ماخذ : bolão lotomania
متعلقہ مضامین
مزید خبریں