اسلام آباد 01 اګست (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي ځوانانو ته جديد تعليم او د سكل تربيې وركولو ته حكومت وړومبۍ پام لرنه كوي٬ د کامن ويلتھ آرټيفيشل انټيلي جنس کنسورشيم كښې شاملېدو سره به د پاکستان ځوانانو ته د تربيې موقعې په لاس ورشي٬ دوي به د جديدو نړيوالو ايجاداتو څخه مستفيد شي۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه د دولت مشترکه عمومي سېكترې پيټريشيا سکاټ لېنډ په مشرۍ كښې پنځه كسيز پلاوي سره خپلو خبرو كښې كړې چا چې دوي سره په وزيراعظم هاٶس كښې ملاقت وكړو ۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم د عمومي سېكترې پېټريشيا سکاټ لينډ د پاكستان د وړومبۍ سركاري دورې هركلے وكړو٬ د پاکستان د سماجي، اقتصادي او جمهوري ادارو لپاره د دولت مشترکه د پرله بسې مرستې ستائنه كولو سره وزيراعظم د شرېكې خوښې په چارو په خاص توګه ځوانان اختيار منده جوړولو، ښه واكمنۍ او په موسمياتي بدلون كښې دولت مشترکه څخه مرستې لپاره د حكومت د خوښۍ پخلے وكړو۔ وزيراعظم ووئيل د 30 كالو څخه د كم عمره ځوانان كوم چې د پاكستان د آبادۍ په دريو كښې دوه برخې دي دوي ته جديد تعليم او سكلز وركولو ته حکومت په وړومبې پام لرنه كوي۔ ده د پرائم منسټر يوتھ پروګرام لخوا په پورته كړے شوے بېلا بېلو اقداماتو رڼا واچوله ٬ ده د حاضر وخت تر هائي ټيک نړيوال معيشت د پاکستانو ځوانانو رسنې او په دې څانګه كښې د پرمختګ موقعې زياتولو لپاره دولت مشترکه سره په ګډه كار كولو لپاره د حكومت د عزم پخلے وكړو۔ عمومي سيکټرې پيټريشيا سکاټ لينډ د پرائم منسټر يوتھ پروګرام د کارکردګۍ ستائنه كولو سره ووئيل د وزيراعظم په مشرۍ كښې د دې پروګرام نېغ په نېغه څارنه پخپله كول او خوښي لرل د ځوانانو اختيار منده جوړولو اقدامات ستساو د عزم عكاسي ده٬ د سرکاري محکمو کارکردګي لا ښه كولو او د نېغ په نېغ پيشرفت پوهېدو لپاره پيټريشيا سکاټ لېنډ د کامن ويلتھ پرفارمنس مينجمنټ سسټم وړاندېز وركړو۔ دې پاکستان ته په کامن ويلتھ آرټيفيشل انټيلي جنس کنسورشيم كښې د شاملېدو هم بلنه وركړه٬ وزيراعظم د پاکستان د سرکاري څانګې د ګورننس او سپېځلتيا لا ښه والي لپاره د کامن ويلتھ پرفارمنس مينجمنټ سسټم د جاج اغستو لپاره د خپل خواهش څرګندونه وكړه۔ ده په سي اے آئي سي كښې د شموليت د بلنې هم هركلے وكړو چرته چې به د پاكستان ځوانانو ته د تربيې موقعې په لاس ورشي او د وه کلاؤډ کمپيوټنګ غوندې جديد عالمي ايجادات څخه به هم مستفيد شي او د پاکستان تل پاتي اقتصادي پرمختګ كښې به خپل كردار لوبولو لپاره زيات بااختياره شي۔ وزيراعظم شهباز شريف د موسمياتي بدلون مخنيوے د پاکستان او کامن ويلتھ مشترکه ترجيح وګرځولو۔ ده په كال 2022 كښې د تباه کونكې سيلاب نه وروستو پاکستان لپاره د عمومي سېكترې موسمياتي بدلون لپاره په وکالت او ګرده نړۍ كښې مصيبت ځپليو پاكستانيانو لپاره د غږ رسولو د اقدامات ستائنه وكړه۔ وزيراعظم ووئيل پاکستان باکو كښې د كوپ 29 په راتلونكې غونډه كښې د پاكستان غوندې هېوادونو كوم چې د موسمياتي بدلون د ناوړه اثراتو او خطرو سره مخ دي لپاره د نورې نړيوالې مرستې فعاليت لپاره د کامن ويلتھ سره د كار كولو د خواهش څرګندونه وكړه۔ په دې موقع وزيراعظم او دولت مشترکه عمومي سېكترې په داسې لائحه خبرې وكړې چې د لارې ئې د دواړو ډلو د شريكې خوښې په مهمو چارو اتفاق پېدا كولو تر مخه دولت مشترکه لپاره يو تګلاره جوړېدې شي۔ وزيراعظم د عمومي سېكترې سکاټ لينډ په تندۍ سره بدلېدونكې نړيوال صورتحال كښې د دولت مشترکه چارې په كاميابۍ سره په چلولو مباركي وركړه۔ وزيراعظم د دوي په پاکستان كښې کامياب او د نتيجې وړ قيام لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه ۔ په دې موقع د پي اېم يوتھ پروګرام چيئرمېن رانا مشهود او خاص مرستيال سيد طارق فاطمي هم موجود وٶ۔