اسلام آباد 02 ستمبر (اے پي پي) د کابینې کمېټۍ د ټریډنګ کارپورېشن آف پاکستان، سمیډا او پاکستان نېشنل شپنګ کارپوریشن د ضروري/لازمي ادارې په حيث د درجه بندۍ منظوری وركړې ۔د کابینې کمېټۍ غونډه د ګل په ورځ د خزاني وفاقی وزیر سینیټر محمد اور نګزیب په مشرۍ كښې وشوه۔په غونډه كښې د مهمو ریاستی ملکیتي کاروباري ادارو انتظام او سټریټجک پشمول د بيلو مهمو چارو جاج واخستلے شو۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو احسن اقبال، جام کمال خان، میاں ریاض حسېن پیرزاده، احد خان چیمه، قیصر احمد شیخ، د پلاننګ کمېشن ډپټی چیئرمېن ، د سټيټ بينك ګورنر، د اېس اي سي پي چیئرمېن ، د ټي سي پي چیئرمېن ، د پی کیو اے چیئرمېن ، وفاقی سیکرټریز او اړوندو وزارتونو او ډویژنو نورو سینئر افسرانو ګډون وكړو۔ کمېټۍ كښې د ټریډنګ کارپوریشن آف پاکستان بيا متحرك كولو منصوبې په اړه د تجارت وزارت په سمرۍ د خيالاتو څرګندونه وشوه۔غونډي ته ووئيل شول د مخصوص نوعیت ترمخه دې ټي سي پي د اېس او ایز پالیسي 2023 ترمخه ضروری او لازمی اداره وګرځولې شي۔په غونډه كښې پريكړه وشوه چې د ادارې تفصیلي مالیاتي منصوبه به جوړولې شي چې پكښې به واجبات په اړه چاري شاملولې شي۔په غونډه كښې ایکسپورټ-امپورټ بینك آف پاکستان بورډ كښې د دوو آزادو ډائریکټرانو د اغستو په اړه د فنانس ډویژن په سمرۍ غور وشو او د هغې منظوري وركړې شوه۔ کمېټۍ د ایکسپورټ امپورټ بینك آف پاکستان ایکټ 2022 سیکشن 17 له مخې ایګزم بینك بورډ كښې عائشه عزیز او عمران مقبول د آزاد ډائریکټرانو په حيث د تقررو توثیق وكړو۔په غونډه كښې د كوچنۍ او مينځنۍ درجې کاروبار پرمختګ لپاره د جوړې ادارې سمیډا درجه بندۍ په اړه د صنعت او پیداوار وزارت په سمرۍ د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ کمېټۍ د اېس اېم ایز سهولت لپاره د سمیډا اهمیت تر مخه هغه د اېس او ایز پالیسۍ پیرا 11 په رڼا كښې ضروری اداره وګرځوله۔ کمېټۍ پاکستان نېشنل شپنګ کارپوریشن كښې د آزادو ډائریکټرانو تقررۍ په اړه د بحري چارو وزارت په سمرۍ هم غور وكړو او کابینې ته ئې د مجوزه آزاد ډائریکټرانو د تقررۍ سفارش وكړو۔ کمېټۍ د بحري چارو وزارت پاکستان نېشنل شپنګ کارپوریشن له د اېس او ایز ملکیت او انتظامی پالیسی 2023 باب 3 پیرا 9(a) ترمخه دا يوه سټریټجك اداره د ګرځولو هم منظوری وركړه۔په غونډه كښې پريكړه وشوه چې کارپوریشن كښې د پرائیویټ شیئر هولډنګ زياتولو آپشن به هم لټولې شي۔ په غونډه كښې د بحري چارو وزارت د سمرۍ په بنیاد د کراچۍ پورټ ټرسټ بورډ آف ټرسټیز 2024-2026 مودې لپاره په تشکیل نو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ کمېټۍ د وزارت د تجویز منظوری وركړه او کابینې ته ئې منظورۍ لپاره ووئېل