په درېو كلونو كښې په وړومبي ځل ګراني سنګل ډيجيټ ته راغله ٬څومره به ښه وه چې ټمبر مافيا څخه پيسې اخستوونكو هم د خپلې صوبې د بجلۍ صارفينو له آسانۍ وركړی وې۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ قامي اسمبلۍ غونډه كښې د پوښتنو دمې په مهال ځواب

image

اسلام آباد 02 ستمبر (اے پی پی)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ وئيلي دي په درېو كلونو كښې په وړومبي ځل ګراني سنګل ډيجيټ ته راغلې٬وفاق تر 200 يونټ بجلي استعمالوونكو صارفينو له 50 اربه سبسډي وركړې دغسې پنجاب د 201 يونټ نه تر 500 يونټ د بجلۍ استعمالوونكو له صوبه او د وفاق د بجلۍ صارفينو له 45 اربه روپۍ سبسډي وركړې٬څومره به ښه وه چې ټمبر مافيا څخه پيسې اخستوونكو هم د خپلې صوبې د بجلۍ صارفينو له آسانۍ وركړی وې۔ده د ګل په ورځ د قامي اسمبلۍ غونډه كښې د پوښتنو دمې په مهال د غړو د پوښتنو ځواب وركولو۔د قامي اسمبلۍ غړي زبير خان د پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ووئيل په جنوبي وزيرستان كښې د نادرا سنټرې كار كوي٬برمل او مكين تحصيلونو كښې د نادرا سنټرو جوړولو باور وركړے شوے٬په دغه دواړو تحصيلونو كښې د امنيت مسئلې رامخې ته دي٬د كورنيو چارو سېكرټري ته سپارښتنه كوو چې د نورو تحصيلونو غوندې په دغه دواړو تحصيلونو كښې هم د نادرا سنټرې جوړې كړي۔ده ووئيل جنوبي وزيرستان كښې په مجموعي توګه به د نادرا 8 مركزونه وي۔د قامي اسمبلۍ غړي مولانا عبدالغفور حيدري د پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ووئيل نن سټېټ بانك د ګرانۍ په اړه نوې شمېرې جاري كړی٬په درېو كلونو كښې په وړومبي ځل ګراني 9.6 فيصد ته راغلې۔ده ووئيل په 2018 كښې د مسلم ليګ(ن)په دور كښې 4 فيصده ګراني وه۔ده ووئيل د پېټرول او بجلۍ په بيعو كښې كمې شوے دغسې د ګرانۍ سنګل ډيجټ ته راتلل د وزيراعظم شهباز شريف د كاميابۍ ثبوت دے۔ده ووئيل د كورنيو چارو وفاقي وزير باقاعده د ايوان په كاروائۍ كښې ګډون كوي ٬ د ځينې مصروفياتو له امله هغه نن په ايوان كښې نشته۔په راروانه غونډه كښې به هغه موجود وي۔د قامي اسمبلۍ غړې شاهده رحماني د پوښتنې په ځواب د اطلاعات وزير ووئيل په اسلام آباد كښې پلاننګ د نورو ښارونو په مقابل كښې زيات ښه دے٬نجي هاؤسنګ سوسائټو له د ماسټر پلان له مخې اجازه وركړی كېږي كومې سوسائټۍ چې د سي ډي اے څخه منظوري نه ترلاسه كوي د قانون له مخې د هغې په ضد كاروائي كېږي او كله چې دغه سوسائټۍ د سي ډي اے څخه اجازه ترلاسه كړي نو هغوي ته د قانون له مخې د كار كولو اجازه وركړی كېږي۔د قامي اسمبلۍ غړي شاهد احمد د ضمني پوښتنې په ځواب د اطلاعات وزير ووئيل وفاق تر 200 يونټ د بجلۍ استعمالوونكو له 50 اربه روپۍ سبسډي وركړی دغسې پنجاب خپلې صوبې او وفاق لپاره 45 اربه روپۍ سبسډي وركړی٬ دا به څومره ښه وه چې نورو صوبو هم د پنجاب تقليد كړے ؤ ۔پنجاب نه يوازې خپلې صوبې بلكې د وفاقي پايه تخت صارفينو له هم د خپل فنډ څخه سبسډي وركړې۔د قامي اسمبلۍ غړې شرميله فاروقي د پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ووئيل د پي ډبليو ډي پشمول كوم وزارتونه چې ختمېږي د هغې ځينې ملازمين به ساتلې شي يا به ګولډن هينډ شيك وركولې شي۔ده ووئيل د اېف آئي اے كيپسټي د سائبر كرائم انوسټي ګيټ كولو نه ده٬په دې اړه د انوسټي ګيشن ايجنسۍ منظوري وركړې شوې تر څو چې په بشپړه توګه كار نه كوي هينډ هولډنګ به جاري وي۔ده ووئيل دا به كتلې شي چې د اېف آئي اے كوم ملازمين په دې كښې ضم كړی شي٬اوس دا په ابتدائي پړاؤ كښې ده څنګه چې دا پروسيجر بشپړ شي د دې نه پس به كتلې شي چې څه ډول مخ په وړاندې تلل دي۔د سردار نبيل ګبول د پوښتنې په ځواب عطاﺀ تارړ ووئيل د اېف آئي اے سائبر كرائم ترمخه كيسونه به ختمېږي نه دغه كيسونه به نوې سائبر كرائم ايجنسۍ ته منتقل كېږي۔د قامي اسمبلۍ غړې سحر كامران د پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ووئيل ځوانانو له فني تربيه وركولو لپاره حكومت نوې اقدامات كړي٬د نيفټيك تنظيم نو كېږي٬د بهر هېوادونو افرادي قوت غوښتنې تر مخه به ځايې افرادي قوت له تربيه وركولې شي۔د قامي اسمبلۍ غړي آسيه ناز تنولي د پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ووئيل د ټينت ايونيو جوړول د وخت حاجت ؤ ٬كله چې هم نوې سړك جوړېږي نو د هغې سروے كېږي٬د ټرافېك كاؤنټ او سروے نه پس پريكړه كېږي چې دا سړك جوړ شي يا نه۔مونږ سره چې كله ډيټا راغله نو د دې نه پس د دغې سړك جوړولو پريكړه وشوه۔د قامي اسمبلۍ غړې خورشيد جونيجو د پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ووئيل په اسلام آباد كښې د مارګله نېشنل پارك نه علاوه ليك ويو پارك او ګرين ايرياز ډوېلپ كړی شوي ٬د قامي اسمبلۍ غړي شهزاده محمد ګستاسب خان د پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ووئيل د ججانو په امنيت 34 ګاډي٬د بيورو كريټس سره 6 او د وزيرانو سره د امنيت څلور ګاډي موجود دي۔په مجموعي توګه 44 ګاډي او 532 پوليس اهلكار د دې شخصياتو سره په امنيت تعينات دي۔د قامي اسمبلۍ غړي عاليه كامران٬شاهده رحماني او ډاكټر نثار د پوښتنې په ځواب ده ووئيل د پارليمنټ هاؤس او پارليمنټ لاجز صفائي د سي ډي اے ذمه واري ده ٬ په دې كښې د ښه والي ګنجائش شته ٬سپيكر ته خواست كوو چې په دې اړه د ايوان خصوصي كمېټي جوړه كړي۔په دې موقع سپيكر ووئيل زما په خيال د پارليمنټ لاجز او پارليمنټ هاؤس د صفائۍ خيال ساتل دې اوټ سورس كړې شي سي ډي اے له چې څومره فنډ وركړې كېږي په هغې كښې د نيم څخه زيات د ملازمينو په تنخاګانو خرڅ كړې كېږي٬د شرميلا فاروقي پوښتنې په ځواب ده ووئيل جينډر بيسډ كرائمز او د ماشومانو سره زياتې يو حقيقت دے۔په دې دواړو معاملو بايد غور وكړې شي۔ده ووئيل د اېف نائن پارك ملزمان نه يوازې نيولې شوي بلكې د اېف نائن پارك پېښې پلټنې روانې دي٬جينډر بيسډ كرائمز او د ماشومانو سره د زياتي معاملاتو په اړه يوه كمېټي جوړه شوې٬كمېټۍ د صوبو سره هم رابطه لري٬د اسلام آباد پوليس هم د دې جرمونو په اړه متحرك دے۔په دې اړه په ګډه كار كولو له چمتو يو۔ده ووئيل د اسلام آباد په اړه مونږ كليئر يو٬د اېف نائن پارك په اړه معاملات روان دي۔ده ووئيل جې كيس دائر شي٬سزاګانې هم كېږي٬بيا كيس د اپيل سر مخ شي۔د قامي اسمبلۍ غړي اسد قيصر او عمر ايوب د پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ووئيل اسد قيصر د دې ايوان كسټوډين پاتې شوے٬په اسلام آباد كښې د پوليس په مجموعي توكه 22 چيك پوسټس جوړ دي ٬په دې پوستو تېرو دوو كلونو كښې 145 جرائم پيشه كسان نيولې شوي٬د امن موجوده صورتحال ترمخه وفاقي پايه تخت كښې د پوليس پوستې ختمېدې نه شي٬كه په كوم هم پوسته پوليس اهلكار بدتميزي وكړي يا رشوت واخلي نو درخواست دې راكړی شي۔زه باور وركوم چې د اړوند پوليس اهلكار په ضد به كاروائي كېږي۔

مضمون کا ماخذ : نتیجہ میگا سینا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں